د اپرېل پر ۱۴مه د پکتیا د مرکز او ولسوالیو د نجونو او هلکانو په ۱۴ ښوونځیو کې کمپيوټر لیبونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یادو ښوونځیو څخه شپږ يې د نوري فایبر له انټرنیټي سیستم سره هم تړلي، چې زده کوونکي د خپلو مالوماتو د ډېرولو لپاره له ویب سایټونو ګټه واخلي.
د چارواکو په وینا په هر ښوونځي کې ۳۰ پايې کمپوټرونه نصب شوي، چې په لمریزه برېښنا چلېږي.
د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې له درسي نصاب سره سم به پخوا د دې ولایت په ښوونځیو کې په نظري ډول د کمپيوټر مضمون تدریسېده، خو د عملي زده کړو لپاره کمپیوټر لیبونه نه وو موجود.
د پکتیا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي مشال راډیو ته وویل، اوسهمال د لمریزې برښنا سیستم سره یو ځای د کمپیوټر لیبونو په فعالیدو سره د زده کوونکو ستونزه څه نا څه هواره شوې او هغوی ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوه.
کوچي ځاځي زیاته کړه: "په مرکز ګردیز او ولسوالیو کې ۱۴ لیسو لپاره مجهز کمپیوټر لیبونه جوړ شول، چې ټول لګښت ورباندې پنځلس میلیونه افغانۍ راغلی چې د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه ورکول کیږي، نه یوازې کمپیوټر لیبونه بلکې زموږ ۶ لیسې نوري فایبر سره وصل شوي، دې ته ډېره اړتیا وه، موږ د کمپیوټر مضمون درلوده، خو هغه یوازې تیوریک نه زده کیږي، بلکې د زده کړو عملي شرایط باید ورته برابر وئ، اوس مکمل کمپیوټر لیب، لمریزه برښنا او مجهز کمپیوټرونه د مرکز او ولسوالیو لپاره په ۱۴ لیسو کې يې پرانیسته شوه. "
د پکتیا د پوهنې رئیس هیله وکړه، چې د دې ولایت په ټولو لیسو کې په همدې ډول د لمریزې برښنا سیستم او مجهز کمپیوټر لیبونه جوړ شي، چې زده کوونکي ورڅخه په عملي توګه استفاده وکړي.
بل لوري ته د ښوونځيو نجونې او هلکان هم د دوی په ښوونځیو کې د مجهزو کمپيوټر لیبونو فعالیدو ته خوښ دي.
د عبدالحی ګردیزي لیسې د یولسم ټولګي زده کوونکی قدرت الله وايي، په اوسني وخت کې د کمپیوټر زده کړه ډېره مهمه ده او دوی غواړي له دې لارې د خپلو مالوماتو د ډېریدو په خاطر له انټرنیټي سرچینو څخه ګټه واخلي.
دی وايي، هغه کتابونه چې نه لري، دوی به يې له ویب سایټونو ډاولنوډ کړي او پلټنې به ورپسې وکړي.
د شاه قمبر لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکې شاهده وايي، د کمپیوټر زده کړه د اوسني وخت یوه اړتیا ده، خو په پکتیا کې نجونو لپاره په ښاري کورسونو کې زده کړه یو څه ستونزمنه ده.
دې هم وايي، اوس به د کمپیوټر د زده کړو په خاطر کوښښ وکړي، تر څو ګټه ورڅخه واخلي:
"د دې کمپیوټر لیب له جوړیدو څخه موږ ډېر خوشاله یو، مخکې مو هېڅ کمپيوټر لب نه درلود، چې موږ په کې د کمپیوټر زده کړې کړې وای، ځکه په پکتیا کې ډېر مشکلات دي، اوس چې کمپیوټر لب د پکتیا په ښوونځیو کې جوړ شوي، ډېر خوشاله یو او له دې نه به ښه ګټه واخلو. "
سره له دې چې په دې وروستیو کې افغان حکومت ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو د جوړولو په ګډون هڅه کړې چې د زده کوونکو د زده کړو شرایط تر پخوا ښه کړي، خو اوس هم د مسلکي ښوونکو او تدریسي کتابونو کمښت، او د عملي زده کړو لپاره د لازمو شرایطو نشتون د پوهنې د بهیر پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.