د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې نادارو ته په اسانو شرطونو کورونه ورکول کېږي


صوبايي حکومت وايي، په نوو ضم شوو ضلعو کې هم د کورونو جوړولو پروژې پیلوي.
صوبايي حکومت وايي، په نوو ضم شوو ضلعو کې هم د کورونو جوړولو پروژې پیلوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت په یو شمېر ضلعو کې د هغو خلکو لپاره د کورونو د جوړولو پروژې پیلوي چې ګټه وټه یې کمه ده او د غربت ژوند تېروي.

دا پروژې د نوښار په جلوزو، سوات، پېښور، هنګو، اېبټ اباد او ځینو نورو سیمو کې پیلېږي. حکومتي چارواکي وايي، له دغو پروژو به ناداره خلک په ارزانو او اسانو شرطونو ګټه واخېستی شي او د کورونو مالکان به شي.

په دې کې ځینو پروژو باندې وار له مخې کار پیل شوی وو چې اوس ګټې اخېستنې ته تیارې دي. د خېبر پښتونخوا د هاوسېنګ یا د کورونو جوړولو وزیر امجد علي د اپرېل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل:

"موږ په ۲۰۱۴ز کال کې په سرکاري ډول د کورونو د جوړولو پروژې پیل کړې وې. په دې کې تر ټولو لویه هغه په جلوزو کې وه چې پکې به ۲۳۰۰ فلیټونه په ازرانه بیه د لسو کلونو لپاره په قسطونو مستحقو کسانو ته سپارو."

نوموړی وايي، همدا رنګه په پېښور، کوهاټ، سوات او نورو سیمو کې هم د ارزانه کورونو د جوړولو پروژې تر لاس لاندې لري چې ترېنه د کم امدن والا خلک به ګټه پورته کولی شي.

د پېښور یو اوسیدونکي اقبال خان د دغو پروژو نه ګټه اخېستې او وايي، دا ډول پروژې د هغوی په شان د کم اید لرونکو کسانو لپاره ځکه ښې دي چې په سرکاري پروژو کې دا وېره نه وي چې څوک به یې تېر باسي. نوموړی وايي، څو کاله وړاندې حکومت په حیات اباد کې همداسې یوه پروژه پرانېستې وه چې پکې هغه ته هم کور تر لاسه شو.

بل پلو، حکومت په خیبر پښتونخوا صوبه کې په غیر سرکاري ډول د کورونو د جوړولو هغه ټولې پروژې غیر قانوني ګرځولې دي چې په قانوني شرایطو پوره نه دي ختلي. حکومت وايي، د کورونو جوړولو ټولې غیر سرکاري پروژې هم د قانون په چوکاټ کې دننه راوستل غواړي.

خو په خیبر پښتونخوا کې د جایدادونو او کورونو د معاملاتو یو مسوول محمود جان وايي، د حکومت دغې پرېکړې د هغوی کاروبار ته زیات تاوان رسولی دی.

په ورته وخت کې حکومت هڅه کوي د کورونو د جوړولو د هغو غیر سرکاري پروژو مخه هم ونیسي چې په زرعي ځمکو د کورونو جوړولو پلان لري. حکومت وايي، دا هرڅه د ولس په ګټه دي او د پاکستان وزیراعظم د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی ته امر کړی چې په دې خبره دې په سختۍ سره عمل وکړي.

د خیبر پښتونخوا د کورونو جوړولو وزارت وايي، هغوی په پام کې لري چې په صوبه کې ضم شوو نوو ضلعو کې هم د کورونو جوړولو پروژې زر پیل کړي.

XS
SM
MD
LG