په خوست کې د ښوونکو د کمښت له کبله په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵ ښوونځي د اعتراض په بڼه تړل شوې دي.
د پوهنې د چارواکو په وینا د ښوونکو کمښت د دې لامل شوی، چې د دې ولایت لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شي.
د پوهنې چارواکي، د والدینو د شوراګانو غړي، مدني فعالان، ښوونکي او زده کوونکي د پوهنې وزارت او د افغان حکومت له مشرتابه غواړي، چې د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره کړي.
د اپرېل پر ۲۷مه، د ازادۍ مینې د مرکزي لیسې دروازه هم د ښوونځي د والدینو د شورا، مدني فعالانو او ځايي مشرانو لخوا راوتړل شوه.
دوی رسنیو سره په خبرو کې وویل، ماشومان يې د یوې میاشتې راهیسې هره ورځ ښوونځي ته ځي، خو د ښوونکو د نشتون له کبله یو ساعت درس هم نه وايي او د زده کړو وخت يې عبث ضایع کیږي.
دې ښوونځي څخه ښوونکي او زده کوونکي د اعتراض په بڼه راووتل، او د ښوونځي په دروازې پسې يې قلف واچوه.
د ښوونځي د والدینو شورا یو تن غړی عباس رسنیو ته وویل:"د جلال اباد د ښوونکو سهم پوره شو فخر پرې کوو او موږ ورباندې خوشاله یو، د کندهار او نورو ولایتونو هم پوره شو، خوست پاتې دی، خوست د خواوشا ۵ زره ښوونکو له کمښت سره مخامخ دی، د پوهنې وزارت او رئیس جمهور څخه مو دا غوښتنه ده چې زموږ ستونزې ته رسیده ګي وکړئ، عملاً کار پیل کړئ، ځکه چې ښوونکي نه وي، ښوونځیو ته زموږ د زده کوونکو تګ هیڅ مانا نه لري."
د والدینو د شورا یو بل غړی محمدګل صمدي وايي، د ده دوه زامن په ښوونځي کې دي، له تیرې یوې میاشتې راهیسې ورته لوستونه نه دي ویل شوي.
دی وايي، د خوست ښوونځي هم د نورو ولایتونو په شان حق لري، چې ښوونکي ولري او دا ستونزه يې رفع شي.
د ښوونځیو زده کوونکي هم دې حالت ته په انديښنه کې دي او وايي، چې تېر کال يې د کرونا وبا له کبله ضایع شو او سږ کال بیا په ښوونځیو کې ښوونکي نه لري. د اعجاز احمد په نوم یو زده کوونکی وايي:
" تیر کال موږ د کرونا وبا له کبله هیڅ درس ونه ویلو، سږ کال بیا د ښوونکو له جدي کمښت سره مخامخ یو، د وزارت او رئیس جمهور څخه مو دا غوښتنه ده، چې موږ ته ښوونکي استخدام کړي، ځکه موږ ځو او راځو خو هیڅ درس مو نه دی ویلی، تقریباً یوه میاشت يې پر موږ په دې تیره کړه، چې ښوونکي نن سبا مقرریږي، مکتب تړو، څلور زره زده کوونکي او ۴ ښوونکي هیڅ سره سمون نه خوري."
بل لوري ته د خوست پوهنې ریاست چارواکي د زده کوونکو د والدینو د شوراګانو، مدني فعالانو، ښوونکو او زده کوونکو اعتراض حق په جانب بولي او وايي، چې د ښوونکو د کمښت له کبله د زده کوونکو ډیری درسي ساعتونه خالي پاتې کیږي.
د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل:"د دې ښوونځي په شمول په خوست کې ۱۵ ښوونځي په تېره یوه اونۍ کې د ښوونکو د نشتون له امله تړل شوي، موږ له همدې ځایه د پوهنې په وزارت او ولسمشری ماڼۍ غږ کوو، چې د زده کوونکو دغې ستونزې ته دې حل ومومي، د یوې میاشتې په تیریدو سره لا هم په ښوونځیو کې لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي، متاسفانه ډیری درسي ساعتونه يې د ښوونکو د نشتون له امله خالي پاتې کېږي."
د پوهنې رئیس زیاتوي، په اوس وخت کې د یو شمېر دوطلبو کسانو، د پوهنتون محصلانو یا د بسپنې د راټولو له لارې ځینو ټولګیو ته ښوونکي ورځي، خو د ده په وینا اساسي حل لاره يې داده چې د سږ کال لپاره حق الزحمه ښوونکي وګمارل شي او ولسمشر دې ولایت ته هم د ښوونکو ځانګړی تشکیل په پام کې ونیسي.
یاده دې وي، چې تېر کلونه به د رسمي ښوونکو تر څنګ په هر ولایت کې د ښوونیز کال لپاره په زرګونو قراردادي او حق الزحمه ښوونکي ګمارل کېدل، چې له تير کال راپدېخوا د دا ډول ښوونکو ګمارل بند شوي دي.
په خوست کې د ازادۍ مینې په شان مرکزي ښوونځی چې دوه نیم زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي، یوازې ۴ رسمي ښوونکي لري.
د رسمي سرچینو د مالوماتو له مخې د خوست یو لک نجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره د ښوونکو تشکیل نشته.