د مې پر ۱۱مه د خوست ازادۍ مینې په ساحه کې یو نمونوي دوه پوړیز جومات او د فاتحو سالون له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا ډول جوماتونه او د فاتحو سالونونه د افغان ولسمشر په لارښوونه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي، چې د یوې اوونۍ په موده کې به د ټولو پرانیسته وشي.
په دې اوونۍ کې د افغان حکومت لخوا جوړ شوي زر جوماتونه پرانېستل کېږي.خوست والي مومند کټوازي
چارواکي وايي، جومات په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو او د فاتحې سالون په یو وخت کې د زرو کسانو ظرفیت لري، چې ټول ورباندې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.
د خوست د حج او اوقافو رئیس مولوي اظهارالدین مشال راډیو ته وویل، دا ډول جوماتونه او د فاتحې سالونه چې ټول په یو ډیزاین جوړ شوي، د ولسمشر غني داسې اقدام وو، چې له دې مخکې کوم ولسمشر نه وو کړی.
نوموړي له ولسمشر غني مننه وکړه، چې په هېواد کې يې دیني اړخ ته پاملرنه ډېره کړې او دا اړخ يې قوي کړی دی.
د جومات او فاتحې سالون د پرانیستې په مراسمو کې خوست والي مومند کټوازي وویل، په دې اوونۍ کې د افغان حکومت لخوا جوړ شوي زر جوماتونه پرانېستل کېږي.
د ده په وینا، په دې سره به په دې ځای کې خلکو ته په یو ښه چاپیریال کې د عبادت کولو او فاتحې اخېستلو زمینه برابره وي.
د خوست دیني علماء دیني سپيڅلتیاوو ته پاملرنه د حکومت او ولس تر منځ د اړیکو او باور په ډېریدو کې اغېزمن بولي.
د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وايي، حکومت د هېواد په کچه د زرو جوماتونو د جوړولو په دې اقدام سره وښوده، چې علماوو، دیني مراکزو او د خپلو وطنوالو دیني سپيڅلتیاوو ته پوره درناوی لري.
"دا چې دولت دا مرکزونه جوړ کړل ويې ښوده، چې دا اسلامي دولت دی، اسلام ته، دیني مقدساتو ته، علماوو ته او دیني مراکزو ته احترام لري، خپله دا کار د حکومت او ولس په منځ کې د ملي یووالي، اسلامي روحیې قوي کولو لپاره دېر ښه او مناسب کارونه وو، چې ترسره شول."
د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو په شان په خوست کې هم د لږ شمېر راجسټر شویو جوماتونو او دیني مرکزونو پرته زرګونه جوماتونه او سلګونه مدرسې، ملا امامان، زده کوونکي او طالب العمان يې ثبت او راجسټر نه دي.
کارونو ته د جذب لپاره د طالب العمانو د تعلیمي اسنادو ارزیابي او د هغوی درجه بندي تر اوسه هم حکومت لپاره له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.