د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د مې له ۱۷مې څخه د کورونا مخنيوي بندیزونه نرمېږي


چارواکي وايي ښوونځي به د مې تر ۲۳مې پورې تړلې پاتې وي
چارواکي وايي ښوونځي به د مې تر ۲۳مې پورې تړلې پاتې وي

په پاکستان کې د کورونا وایرس د کنټرول ملي‌ادارې اعلان کړی چې د نوو کېسونو د کمېدو له وجې اوس دکانونو ته اجازه ورکوي چې د شپې تر اتوو بجو پورې پرانیستي پاتې شي.

د مې په ۱۵مه دې ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌چې همداراز به د صوبو او ښارونو ترمنځ به د موټرو تګ راتګ ته د مې له شپاړسمې څخه اجازه وي. دا بندیز د اختر په ورځو کې لګول شوی وو. همداراز د بندیزونو د نور نرمولو په ترڅ کې حکومت اعلان کړی چې په سرکاري دفترونو کې به نيمايي کسان کارکوي.

خو د خلکو په ډېرې ګڼې ګوڼې به بندیز دوام لري. په دې کې د موسيقۍ پروګرامونه، ریستورانونو کې د خلکو کښېناستل او مذهبي غونډې شاملې دي. په پیښور کې سوداګر مسعود خان مشال ريډیو ته وایي چې د ټولبند له امله ډیر وځپل شول خو اوس په دې خوشاله دی چې د می۱۷ نیټې نه تر شپې اتو بجو پورې د کاروبار جاری ساتلو اجازه ورکړل شوه. ((موږ اختر ته ډير مالونه راوړي‌وو چې ځيني لا هم راسره پراته دي. د بازارونو په پرانیستلو بندیز وو نو ځکه خرڅ نه شول.))

د پاکستان حکومت لا واردمخه ويلي وو چې دواخانې، د ضروري خوراک شيانو دکانونه او پيټرول پمپونه به خلاص وي. خو خلک به له يوه بله فاصله ساتي او ماسکونه به اغوندي. پر دې سربېره، تعلیمي ادارې د مې تر ۲۳مې پورې تړلې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت وايي‌ په تېرو ۲۴ ګينټو کې یې د کورونا وایرس دیرش زره، څلور سوه او دوه ټيسټونه کړي دي.

د کورونا په اړه حکومتي ويبپاڼې د مې په ۱۶مه ليکلي چې کورونا وایرس په تېر یو شواروز کې۷۶ کسان وژلي دي.

په دې سره د ټولو کورونا وهلو شمېر له اتو لکو او اوه اویا زرو اوښتی چې پکې یې نورلس زره او پينځه سوه درې څلويښت مړه کړي خو نيزدې اوه لکه او نهه اتیا زره ترې بېرته رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG