د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانیخېل پرلت: له سرکاري استازیو سره خبرې بیا ناکامه شوې


د بنو په جانیخېلو کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف پرلت ۱۶مې ورځې ته واوښت
د بنو په جانیخېلو کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف پرلت ۱۶مې ورځې ته واوښت

د بنو په جانيخېلو کې د روان پرلت له استازیو سره د سرکاري پلاوي خبرې بیا ناکامه شوې، تر دې وړاندې هم څو ځلي سرکاري جرګې له پرلتوالو سره چې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف له تېرو ۱۶ ورځو راهیسې پر احتجاج دي خبرې کړې خو جوړجاړی نه وو ورباندې راغلی.

د هدفي وژنو خلاف د احتجاجي ناستې ګډونوال غوښتنه کوي چې له سرکاره د وسله والو ختمولو لپاره عملي ګامونه لیدل غواړي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د بنو انتظامي او لوړپوړي امنیتي چارواکي وايي، سرکاري جرګې پرلتوالو ته ډاډ ورکړی،چې حکومت به د امن باوري کولو په لړ کې د مارچ په میاشت کې پر کړي تړون عملي اقدام کړي.

د جانیخېل مشران وايي، حکومت منلې چې په سیمه کې به یې امن پر ځای کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00


یوې ۵۰ کسیزې جرګې چې د مرستیال کمیشنر کېپټن ریټایرډ زبیر احمد نیازي په مشرۍ یې پرلتوالو سره د ګل/دوشنبې پر ورځ ولیدل، هغوی ته یې هر ډول ډاډ ورکړ خو بیا هم له دوی سره په خبرو متفق نه شول. دغه انتظامي او لوړپوړو امنیتي چارواکو وویل چی نور دوی نه پوهېږي، چی کم ډول ډاډ ورکړي، د وسله والو پرضد امکان لري چې په بشپړه توګه عملیات وکړل شي خو د دوی په وینا د جانيخېلو مشران د هغې هم مخالفت کړي، او وايي چی عملیات دې نه کېږي. د پرلت مشر ډاکټر ګل عالم وزیر په پوځي عملیاتو کې عامو خلکو ته زیان رسېږي ځکه یې مخالفت کوي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، له سرکاري جرګې سره یې خبرې ځکه ناکامه شوې چې دوی یې له باوره مطمین نه شول.

دی زیاتوي چې قام ورته ویل دوی دلته پرامنه ناست دي، سرکار دې عملي اقدامات پیل کړي.


ډاکټر ګل عالم وزیر وویل د سرکاري جرګې ټینګار د پرلت پر ختمولو وو او ویل یې چې د مارچ تړون به عملي کېږي، که د نورو لوړ پوړو چارواکو باور غواړي، نو هم جانیخېل دې د هغه لپاره کمېټۍ وټاکي.

خو نوموړی وايي چې قام دې ته تیار نه شو. پرلتوالو ورته ویل چې دوی کله عملي اقدام وویني، نو پرلت به ختم کړي. بله دا چې سرکاري جرګې د وسله والو پروړاندې د پوځي عملیاتو خبره وکړه خو پرلتوالو ورته ویل پوځي عملیاتو ته هم خلک تیار نه دي، په دغو کې عام خلک زیانمنېږي، هر ډول وسله وال چې دي، د ده په خبره د دوی [د سرکار] ساتلي خلک چې چېرته هم دي هغوی دې له دې سیمې بوځي او دا ولس دې ترې خلاص کړي.

ډاکټر ګل عالم وویل، پرلتوالو دا غوښتنه هم کوله چې د جانيخېلو لادرکه کسان چې بې ګناه دي هغوی دې راپرېښول شي، که ګناه ګار وي نو هغه ټول دې عدالت ته وسپاري. د څلورو وژل شویو هلکانو او ملک نصیب خان د وژنې پلټنې دې وشي.

د جانیخېلو پرلتوالو اسلام اباد ته د تلو دړکه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00

حکومتي دریځ

بلخوا د بنو انتظامي او نور لوړپوړي امنیتي چارواکي وايي، پرلتوالو ته یې دوې ورځې وخت ورکړی دی او بیا به سرکاري جرګه ورځي. د دوی په وینا عملي اقدام هم کوي خو هرڅه په یوه ورځ نه کېږي.

یاده دې وي چې نن د بنو په جانیخېلو کې د پرلت ۱۶مه ورځ چې د مې پر ۳۱مه نېټه تر هغه وروسته ووهل شو چې پر ۳۰م مې د سیمې یو ځايي ملک نصیب خان د وسله والو په لرید کې ووژل شو. لاهم د وژل شوي ملک مړی خاورو ته نه دی سپارل شوی. پر دهرنا یا پرلت ناست ولس تر هغو به له مړي سره پر احتجاج ناست وي چې د امن لپاره یې عملي اقدامات نه وي لیدلي.

XS
SM
MD
LG