عبدالله شاه مظهر چې اصلي نوم يې محمد مظهر سعيد دی او په خپله سيمه کې يې خلک د پير مظهر سعيد او عبدالله مظهر په نومونو پېژني، د اګست پر دویمه د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمير د قانون ساز اسمبلۍ د علماو مشايخ په مخصوص نشست کامياب شو.
قانون ساز اسمبلۍ ته د مظهر نوم د حکومتي ګوند تحريک انصاف له خوا ورکړل شوې وو. د دغه اسمبلۍ د ۴۵ څوکيو لپاره انتخابات د جولای پر ۲۵مه ترسره شول چې تحريک انصاف ګوند پکې په ۲۴ څوکۍ ګټلو سره اکثريت ترلاسه کړ. ورپسې پيپلز ګوند ۱۱ او مسلم ليګ ن شپږ څوکۍ وګټلې.
د جولای پر ۳۱مه په کراچۍ کې يوی خبري غونډې ته د وينا په وخت د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر بلاول بوټو زرداري تور ولګاوه چې وزيراعظم عمران خان د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د دغه سيمې د قانون ساز اسمبلۍ لپاره د علماو مشايخ په نشست يو داسې کس نامزد کړی چې وړاندې له جهادي تنظيمونو سره پاتې شوی دی.
په (روزنامه جدوجهد) وبپاڼې په يوه مقاله کې راغلل چې مظهر سعيد شاه عرف عبد الله شاه مظهر په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په دور کې د يوې صوبې په اهمه سرکاري څوکۍ کار کاوه.
بلاول وویل: ''اوس چې یې دا تازه ګام اخستې چې د یو کالعدم وسله وال تنظیم غړی او د طالبانو یو پخواني عهدې دار يې د ازاد کشمیر په ټاکنو کې د عالمانو په څوکۍ درولی دی او دا خو هند ته په [پاکستان] د نيوکو موقع ورکول دي.''
د بلاول بوټو د دې بيان سره په ميډيا، په ټولنيزو رسنيو او وبپاڼو د عبد الله شاه مظهر په اړه مضامين وليکل شول چې نوموړي پخوا د ناقانونه ګرځول شوې جيش محمدډلې سره تړاو درلود.
له مشال راډیو سره په خبرو کې عبدالله شاه مظهر دا تورونه ردوي چې ګواکي له تندلارو وسله والو ډلو سره یې اړیکې پاتې شوي دي.
د بلاول بوټو ترد بيان يوه ورځ وړاندې د اردو ژبې په (روزنامه جدوجهد) وبپاڼې په يوه مقاله کې راغلل چې مظهر سعيد شاه عرف عبد الله شاه مظهر په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په دور کې د يوې صوبې په اهمه سرکاري څوکۍ کار کاوه.
سرټکی یې وايي، که کابل نه وو کشمیر ښه دی، پر یوې ځانګړې څوکۍ پي ټي ای د طالبانو کمندان نومولی دی. کابل نہیں کشمیر سہی: مخصوص نشست پر پی ٹی آئی نے طالبان کمانڈر کو نامزد کر دیا
دا کس څوک دی؟
د مشال راډيو د مالوماتو ترمخه عبدالله شاه مظهر د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير د (نيلم ضلعې) د اټمقام تحصيل د لوات کلي اوسېدونکی دی، او عمر يې شاوخوا ۴۸ کاله دی.
د اګست پر دويمه له مشال راډيو سره په خبرو کې عبدالله شاه مظهر وويل چې دی د طالبانو په دور کې نېږدې يوه اوونۍ په افغانستان کې اوسېدلی وو خو نوموړی له دې انکار وکړ چې ګواکي د طالبانو د يو چارواکي په توګه یې هلته دنده کوله.
"زه افغانستان ته د امارت اسلامي د واکمني پر مهال تللې وم، د افغانستان ۳۴ ولايتونه دي هغه کوم ولايت دی چې زه يې ګورنر پاتې شوې یم یا د طالبانو په واکمنۍ کې هغه کومه څوکۍ وه چې ما پرې دنده کړې وي، دا تش تورونه دي، زه د کشمیري قوم نماينده یم، خو دا ده چې زه د خپل قام لپاره ازادي غواړم او د ازادۍ [حریت] د حق غوښتلو اختیار ماته اسلام، نړي وال قانون او د ملګرو ملتونو چارټر راکوي."
خو د امريکا ميشت سي ټي سي سېنټينل څېړنيزې ادارې د ۲۰۱۰ز کال د جولای په يو راپور کې راغلي چې عبد الله شاه مظهر په دې سبب ناقانونه ګرځول شوې (جيش محمد) ډله پرېښوده چې د نوموړي په خبره د دغه ډلې مشر مولانا مسعود اظهر له وسله واله جګړې چې دوی يې جهاد بولي، لاس په سر شو.
له متحده عربي اماراتو خپریدونکي ګلف نیوز د ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۱ د راپور تر مخه عبدالله مظهر له هغه وروسته پولیسو ګرفتار کړ چې په کراچې کې يی پر طالبانو د امریکا د هوايي بمباريو ضد يوه مظاهره وکړه. هغه وخت پوليسو پر عبدالله شاه مظهر د مظاهرې دوران د وسلې د نمایش تور لګولی وو.
بلخوا خبريال سيد سليم شهزاد په (Inside Al-Qaida and Taliban) یانې (د القاعده او طالبانو دننه خبرې) نومې کتاب کې عبدالله شاه مظهر د ناقانونه ګرځول شوې ډلې (جيش محمد) د سپريم کمانډر په نوم ياد کړل شوی دی.
خبريال سليم شهزاد چې په ۲۰۱۱ز کال کې يې د نامالومه کسانو لخوا د تښتونې وروسته مړې وموندل شو، په خپل کتاب کې ليکلي چې عبدالله شاه مظهر ورته د استخباراتي اداری ای اېس ای له خوا د خپلې ګرفتارۍ حال پخپله ورکړې وو.
د پاکستان تر ولکې لاندې دکشمير په نيلم ضلع کې يو خبريال عمر فاروق مشال راډيو ته وويل چې د عبدالله شاه مظهر مشر ورور د ابولبابه شاه منصور په نوم ياديږي هغه په کراچۍ کې د جامعه الرشيد په نوم مدرسه چلوله او د الرشید ټرسټ له مخه يې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د وړیا ډوډیو پروژه چلوله.
''د ده ورور ابو لبابه د الرشید ټرسټ مدرسه جامعته الرشید چلوله، نو چونکې په هغه وخت کې د الرشید ټرسټ په افغانستان کې د ډوډۍ تنورونو چلولو کار وو او دوی به هغه وخت د [افغان طالبانو] حمایت هم کولو نو څرګنده خبره ده چې د ده ورور په الرشید ټرسټ کې په مهمه څوکۍ کار کولو، نو له دې کبله دده[ عبدالله شاه مظهر] نوم له هغه سره وتړل شو.''
بل پلو هم په کشمير کې د جميعت علمای اسلام ډلې جنرل سيکرټري مولانا محمد امتياز احمد صديقي د اګست پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې دوي په ۲۰۰۶ز کال کې پر دې شرط عبدالله شاه مظهر ته د قانون ساز اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره د اميدوار ټکټ ورکړې وو، چې دې به په عسکري هلو ځلو کې برخه نه اخلي.
''ده وويل چې اوس به زه عسکري هلې ځلې نه بلکې سیاسی هلې ځلې کوم، نو ځکه موږ ده ته بیا د جماعت لخوا په ۲۰۰۶ز کال کې په ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره ټکټ ورکړی وو، زما په اند د ده دا خیال وو چې اوس د عسکري هلي ځلو لپاره ماحول صحیح نه دی، نو یوازینی لار د سیاسي فعالیت وه او سیاسي فعالیت یوازې په پارلیمان کې کېدای شي.''
که څه هم وزيراعظم عمران خان يا د حکومت يو بل ذمه وار غړي تر دا دمه د عبدالله شاه مظهرد انتخاب او د هغه د جهادي تنظيمونو سره د مبينه تعلق په اړه کوم بيان نه دی جاري کړی خو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د تحريک انصاف ګوند جنرل سيکرټري عبد الماجد خان مشال راډيو ته وويل چې دا يې د مرکزي مشرتابه فيصله ده.
''مرکزي قیادت په خپلو کې د صلاح مشورې پس ده له ټکټ ورکړې زموږ چونکې د مذهبي ګوندونو ترڅنګ له دوی سره هم سیاسی اتحاد شوی وو نو په متفقه توګه ده ته ټکټ ورکړل شو خو دا خبره کول ضروري ګڼم چې زما په اند دی به د داسې قانون سازۍ لپاره هڅه ونه کړي چې زموږ د تګلارې پرضد وي.''
بلخوا د تحريک انصاف يو مخکښ عامر لياقت حسين په خپل ټويټر پاڼه د ګوند له مشرتابه غوښتنه کړې چې عبدالله شاه مظهر ته دې د پارټۍ ټکټ نه ورکوي، ځکه چې د نوموړی تعلق له فضل الرحمان سره دی او کرکه خورونکي تقريرونه کوي.
له فضل الرحمانه ښايي د عامر لياقت حسين مراد فضل الرحمان خلیل وي خو په ټويټ کې يې دا نه ده واضحه کړې.
خو په جهادي هلو ځلو کې د عملي برخې اخيستو او د کلعدم وسله والې ډلې حرکته المجاهدين د مشر فضل الرحمان خليل او د جیش محمد مشر مولانه مسعود اظهر سره د تعلق په اړه د مشال راډيو د تکراري پوښتنو په ځواب کې عبدالله شاه مظهر وويل چې هېڅکله يې په جهادي سرګرميو کې برخه نه ده اخيستې. او زیاته يې کړه:
''زه د جهاد په اړه د قران د حکم منلو واله يم، د دې فرضيت هم منم او زه له سیاسي، سفارتي، عسکري او د هغو ټولو لارو منلو واله يم، د څه چې ماته زما مذهب، زما هېواد او د ملګرو ملتونو چارټر اجازه راکوي، بله دا چې مولانا فضل الرحمان خليل او مولانا مسعود اظهر دواړه پاکستانیان دي او الحمدالله زما د هر مسلک او هرې فرقې له خلکو او ټولو پاکستانیانو سره ښه تعلقات دي.''
د عبدالله شاه مظهر د انتخاب په اړه مو چې د اګست پر دويمه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د اليکشن کميشن له غړي فرحت علي ميره پوښتنه وکړه نو نوموړی وويل چې په دې اړه ورته تر دا دمه کوم شکايت نه دی ترلاسه شوی.
''که له چا سره هم د هغه د نااهلۍ په اړه ثبوتونه وي نو هغوی هر وخت د ده اهليت چلينجولی شي.''
بلخوا په کراچۍ کې خبريال ضياالرحمان، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو په اړه څېړنې کوي د اګست پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې د عبدالله شاه مظهر په تيرو وختونو کې وسله والو تنظيمونو سره رابطې پاتې شوې دي.
''دی نه ايډیالوګ دی او نه روزونکی دی، دی یو جذباتي ویناوال (مقرر، تقریر کونکي) دی، د ده د مفتي ابولبابه شاه منصور په نامه یو ورور دی، هغه یو لوی مذهبي ليکوال دی چې په جهادي مجلو کې ليکل کوي او په جامعته الرشید مدرسه کې استاد دی. [ عبدالله شاه مظهر] ټول عمر په کراچۍ کې تېر کړی دی. دلته په ګلشن اقبال سیمه کې يې د مدرسته الانوار په نامه مدرسه ده، خو حکومت هغه د اېف اې ټي اېف د فشار له امله په ۲۰۱۹ز کال کې سربمهر[بنده] کړې ده. د ده خپل نوم مظهر سعید دی خو په جهادي خلکو کې د عبدالله شاه مظهر په نوم مشهور دی. دی د پاکستان په جهادي مشرانو کې په لسو وتلو جهادي مشرانو کې شمېرل کېږي، دی د جیش محمد وسله والې ډلې په بنیاد اېښودونکو کې یو وو خو بیا يې له مسعود اظهر سره اختلافات شول، ده بیا تحریک غلبه اسلام ډله جوړه کړه او له هغې پس بیا دی لادرکه شو.''
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير د اليکشن کميشن د ضابطه اخلاقو په ګڼ شمېر شرايطو کې دا هم شامل دي چې هر هغه کس چې د پاکستان د نظريې خلاف پروپيګنډه کوي، امن و امان خرابوي، له عدالته سزا شوی وي، له اخلاقي پلوه غلط کارونه کوي، د پاکستان يا د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير او یا هم د پوځ سپکاوی کوي نو په انتخاباتو کې برخه نشي اخیستلی.
ياده دې وي چې جيش محمد يو له هغه تنظيمونو دی چې د هند تر ولکې لاندې کشمير د ازادۍ لپاره په مسلح جدوجهد یقين لري چې ورته جهاد وايي.
د پاکستان حکومت په ۲۰۰۲ز کال کې جيش محمد ناقانونه تنظيم وګرځولو.
د فېسبوک تبصرې