د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې لسګونه نجونې له طب پوهنځي بریالۍ ووتې


د خوست له یو پوهنځي ۳۴ نجونې د طب په څانګه کې فارغه شوې.
د خوست له یو پوهنځي ۳۴ نجونې د طب په څانګه کې فارغه شوې.

د اګست پر شپږمه په خوست کې د طبي زده کړو له یوې خصوصي موسسې څخه د ۳۴ ښځو په ګډون ۱۰۳ تنه ډاکټران فارغ او ټولنې ته وړاندې شول.

په خوست کې ډاکټران او روغتیايي مسوولین د یادو کسانو فارغېدل په ځانګړي ډول د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راټیټولو او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مهم پرمختګ بولي.

په خوست کې د احمدشاه ابدالي طبي زده کړو خصوصي موسسې مشر پوهاند بادشاه ځار ابدالي مشال راډيو ته وویل، چې یاد فارغان به د ستاژ د یو کلنې دورې د بشپړولو لپاره حکومتي او خصوصي روغتونو ته ور وپېژندل شي.

نوموړي هیله وښوده، چې دوی به تر یو کلنو عملي زده کړو وروسته د دې جوګه شي، چې د دې ولایت په کلو او بانډو کې د خلکو لپاره معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي:

"زموږ لرې پرتې سیمې، که هغه د خوست دي او که د افغانستان د نورو ولایتونو دي، ښځینه ډاکټرانو ته په کمه اندازه لاسرسی لري، ځکه خو موږ هڅه کوو چې هر کال د ۱۰۰ کسانو څخه ۵۰ تنه خویندې د کانکور له لارې جذب کړو، تر څو د مور او ماشوم د مړینې کچه راښکته شي او لرې پرتو سیمو کې خویندو ته ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي."

د طب له رشتې څخه فارغې نجونې او ځوانان هم دې ته خوشاله دي، چې دوی ته په خصوصي سکټور کې د طب د زده کړو زمینه برابره شوه.

د زینب په نوم یوه نوې فارغه شوې نجلۍ غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی لپاره د خوست په ولایتي تخصصي روغتون کې د ستاژ او نورو زده کړو د دوام زمینه برابره کړي.

هغه زیاتوي، طب يې د خپلو هېوادوالو د روغتیا په برخه کې د خدمت په موخه لوستی او دوی حاضرې دي، په هر ځای کې چې اړتیا وي، هلته دندې ترسره کړي.

یوه بله فارغه شریفه هم خوشحاله ده چې په خپل ولایت کې يې د طب په برخه کې لوړې زده کړې وکړې. هغه هم د ښو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د تخصص بشپړول ضروري ګڼي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې دې ورته د عملي کار او زده کړو فرصتونه برابر کړي.

نصیرالله مندوزی چې د احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو د موسسې د څلورمې دورې عمومي اول نمره فارغ شوی وايي:

" له مسوولو چارواکو او د موسسې له مسولینو څخه مو هیله ده چې د زده کړو په دوام کې له موږ سره همکاري وکړي، خصوصاً په اوس وخت کې چې موږ ستاژ په مخکې لرو او په راتلونکې کې وکولای شو، چې دې ملت ته ډېرې لاسته راوړنې ولرو او هغه مشکل چې په خوست او ټول افغانستان کې د طبابت په ډګر کې شته، د هغې لپاره حل لاره پیدا شي. "

په خوست کې د پاملرنې موسسې مشره رشیده ثاقب وايي، که چیرې د روغتیا په ډګر کې اوس وخت له لس کاله مخکې سره پرتله شي، نو په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

د دې په وینا پخوا به ډیری ښځینه ناروغانې د درملنې لپاره پاکستان او هند ته بیول کیدې، خو اوس په داخل کې د هغوی د درملنې لپاره بشري او تخنیکي اسانتیاوې موجودې دي.

رشیده ثاقب دا هم وویل، اوس په خوست کې نه یوازې د ښځینه ډاکټرانو کمښت نشته، بلکې نورو ولایتونو کې به هم خوستۍ ډاکټرانې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د خوست روغتیايي مسوولینو هم ټولنې ته د لوړو زده کړو د موسسو لخوا د ځوانو ډاکټرانو معرفي کول د دې ولایت د روغتیا په ډګر کې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر یو مثبت پرمختګ بولي او وايي، چې اوس تر ډېره په مرکز او ولسوالیو کې مسلکي ډاکټران او روغتیاپالان په دندو ګمارل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG