د تورخم کسټم دفتر یوه خبرپاڼه وايي، د پاکستان او افغان کسټم چارواکو د اګست پر ۱۲مه پر صفري نقطه کړې غونډه کې په تورخم کې سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته پر ورپېښو ستونځو او د خپلمینځۍ تجارتي هلو ځلو پر تېزولو غږېدلي.
د تورخم انتظامي چارواکي وايي چې په دې غونډه کې د دواړو خواوو کسټم چارواکو هوکړه کړې چې د مالونو ډک ګاډي به زغرده ګوري او کلېروي، د مالونو اسناد تیارولو او د ګاډو تالاشۍ عمل به تېزوي چې هلته ترې بیروبار او ټرېفیکي ستونځې نه رامخې ته کېږي.
په تورخم کې د سوداګرو اتحادیې یوه مشر او کسټم کلېرینګ اېجنټ واحد شینواری وايي، پکار ده چې له دې ګامونو سره سره د افغان سوداګرو لپاره پاکستان ته په تګ راتګ کې اساني پیدا کړل شي، که تجارت زیاتول غواړي، نو سوداګرو ته به اساني جوړول مهم وي.دویمه دا چې، په پاکستان کې هغه سوداګر او ایکسپورټران او کلېرینګ اېجنټان چې افغانستان ته مالونه لېږي، د هغوی لپاره دې په تورخم کې د مالونو د محصول په وخت اساني پیدا کړل شي، په تورخم کې د بېنکونو کمښت لویه ستونځه ده، بله دا چې دوی [وي بېنک] سسټم ته هرکلې کوي خو دلته که پکې د کلېرنس په وخت یوه لږه غلطي وشي نو افسران یې په میاشتو میاشتو نه سموي او ډير وخت ونیسي، بله دا چې د ګاډو د تالاشۍ په وخت مالونو ته زیان اړوي پکار ده چې په احتیاط یی وګوري، که دا ټولې ستونځې هوارې کړل شي نو بیا به ورسره تجارت وده ومومي.
په تورخم کې د ټرانسپورټرانو اتحادیې مشر عظیم خان شینواری وايي، د پاکستان او افغانستان د کسټم چارواکو ترمینځ تر غونډې وروسته دواړو خواوو ته ګاډي روان شوي دي او بیروبار کې کمی راروان دی. د نوموړي په خبره د سبزو او تازه مېوو ګاډو ته مخکې لار ورکول پکار ده چې له خرابیدو بچ شي. عظیم خان زیاتوي ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وي نو د دې مخنیوي لپاره پکار ده چې دواړو خواوو ته داسې پلان تیار شي چې په نمبر باندې ګاډي سره ځي راځي نو بیا به بیروبار نه جوړېږي.
د پاکستان او افغان کسټم چارواکو ترمینځ دا غونډه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې د کورونا وبا مخنیوي او څار ادارې (اېن سي او سي) د سږني کال د مې میاشتې له پینځمې په تورخم کې مختلف سفري محدودیتونه لګول شوي دي.
دغه اداره وايي په تورخم دروازه افغان وګړي تر نامالومې نیټې پورې پاکستان ته نه شي ورتلای او پاکستاني وګړي پرې افغانستان ته نه شي ورتلی خو یوازې خپلو هېوادونو ته پرې ستنېدلای شي او دا محدودیتونه یې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګولي دي.
د تورخم انتظامي چارواکي وايي چې پر تورخم درامدات او برامدات او ټرانزټ ټریډ روان دی او یوازې له مالونو د ډک ګاډو ډرېوران او ایمرجنسي ناروغانو ته یې د تلو راتلو اجازه ورکړې ده.
د یوې اندازې مطابق څه موده وړاندې به پر تورخم دروازه د ورځې ۸۰۰ ګاډي تلل راتلل خو اوس دغه شمېره ۳۰۰ ګاډو ته راټیټه شوې ده.