د بلوچستان په زیارت کې د لېويز سرتېرو وژنې پرضد د روان پرلت په ملاتړ د سېمټېمبر پر پینځمه (نن) د صوبې لوی سړکونه تړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د زیارت پرلت نن (سېپټېمبر پر پنځمه) په ۱۱مه ورځ هم روان دی. پرلتوالو د وژل شویو درې لېویزو مړي لا هم د احتجاج په ځای کې په اېمبولنسونو کې ساتلي دي.
دا احتجاجي پرلت له هغه وروسته پیل شو چې د اګست پر ۲۶مه د زیارت ماڼګې ډېم ته نېږدې د سړک غاړې بم د لېویز ځواک درې سرتېري ووژل.
که څه هم بلوڅ بېلتونپاله ډلې (بلوچستان لېبرېشن ارمي) د دې پېښې ذمه واري منلې وه، خو پرلتوال ادعا کوي چې د دوی په سيمه کې "د ناامنۍ سرچينه" هلته مېشت سرحدي ځواک يا اېف سي دی.
د بلوچستان حکومت دا تورونه رد کړي او ایف سي یې په صوبه کې د امنیت ساتونکی ځواک بللی دی.
پرلتوال غوښتنه کوي چې ایف سي ځواک دې له زیارت او هرناي څخه و اېستل شي.
د دې پرلت په ملاتړ کې د سېپټمبر پر درېيمه په صوبه کې مظاهرې شوې وې او د سېپټمبر پر څلورمه کاربندیز وو.
د دې احتجاج غږ د پرلت مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ نواب اياز خان جوګيزي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه کړی وو.
نوموړي پر ټولو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو غږ وکړ چې له دوی سره دې په احتجاج کې برخه واخلي.
تر هغه وروسته شویو مظاهرو او کاربندیز ته د صوبې په پښتون مېشتو سیمو کې د زیاتره سیاسي ګوندونو او د تجارتي سازمانونو ملاتړ حاصل دی.
په دې لړ کې د سېپټمبر پر درېيمه د کوټې په ګډون په زیاتره پښتون مېشتو سیمو کې د زیارت پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې وشوې.
د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو، د تجارانو د سازمانونو استازو او مدني فعالانو په خپلو ویناوو کې د بلوچستان پر حکومت نیوکې وکړې او هغه یې د ولس په خوندي ساتلو کې ناکامه وباله.
د دې احتجاجي مظاهرو تر ټولو لویه او مرکزي هغه په کوټه ښار کې وشوه چې ګڼ شمېر خلکو پکې ګډون کړی وو.
صوبايي حکومت له پرلتوالو سره څو ځلې ليده کاته کړي خو ترمنځ يې مذاکرات لا هم کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزير ضیا الله لانګو د اګست پر ۲۸مه نېټه له پرلتوالو سره ليدلي ول او ويلي يې ول چې وژل شوي لېويز سرتېري د حکومت اثاثه وه او دوی به يې قاتلان زر ونيسي.
پرلتوالو له حکومت سره د خبرو او د خپل احتجاج د نظم او راتلونکي لپاره د نواب ایاز جوګيزۍ په مشرۍ يوه کمېټۍ هم جوړه کړې ده.