د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره د لارو بندېدو د پاکستان تجارت څومره اغېزمن کړی؟


چمن-بولدک لار
چمن-بولدک لار

په دا وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ځينو لارو بندېدو په نتيجه کې دوه اړخيزه تجارت زښت اغېزمن شوی دی.

يو خوا که د افغانستان تاجران د مالونو د نه لېږد په صورت کې له ګڼو زيانونو سره مخامخ شوي نو بلخوا د پاکستان خوا ته هم تاجرانو زيانونه ليدلي او د لارو بندېدو اندېښمن کړي دي.

د پاکستان د تجارتي خونو د اتحاديې پخوانی مشر اينجينر دارو خان اڅکزی وايي چې په تېرو وختونو کې پاکستان افغانستان ته د شاوخوا درې اربه ډالرو صادرات (برامدات) کول خو له تېرو څو مياشتو راهيسې دا صادرات د اربونو پرځای مليونونو ډالرو ته راټيټ شوي دي. نوموړی زياتوي چې د تجارت دومره زيات کموالی د اندېښنې وړ خبره ده.

"له پاکستانه به افغانستان ته درې اربه ډالره برامدات کېدل او له افغانستانه به پاکستان ته د شاوخوا ۵۰۰ يا ۶۰۰ میليونه ډالره مالونه راتلل. دا تجارت له ۲۰۱۳ز او ۲۰۱۴ز کلونو راهيسې ښکته را روان دی چې په دا وروستيو کې افغانستان ته د پاکستان برامدات تر يو ارب ډالر هم کم شوي ول. خو په تيرو دريو مياشتو کې پاکستان افغانستان ته يوازې د ۱۵۰ میلیونو ډالرو برامدات کړي دي."

په عمومي ډول د پاکستان لخوا پر وريجو، بورې، کينو، کېلو او ځينو نورو خوراکي توکو سربېره سره (امبار)، سېمېنټ او ځينې نور تعميراتي سامانونه افغانستان ته ځي. د افغانستان لخوا بيا وچه مېوه، لمده مېوه، د درملو بوټي او نور داسې شيان چې هلته کرل کېږي، پاکستان ته ځي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې پخوانی مشر زاهد شينواری وايي چې د لارو بندېدو يا تجارت محدودېدو په نتيجه کې د افغانستان د تاجرانو پرتله د خيبرپښتونخوا تاجران زيات اغېزمن شوي دي.

"زيات کاروبار خو د پاکستان له طرفه و. د افغانستان لخوا خو ۱۰ يا ۱۵ فيصده مالونه راتلل. په خاصه توګه د خيبرپښتونخوا تاجران او صنعتکاران له لوی مشکل او تاوانونو سره مخامخ شوي دي. اوس دا حالت راغلی چې دوې ورځې وشوې، [پر تورخم دروازه] له پاکستانه يوازې ۵۰ يا ۶۰ ګاډي افغانستان ته اوښتي دي. پخوا به هره ورځ ۴۰۰ يا ۵۰۰ ټرکونه تلل. نو تجارت بالکل پر ختمېدو دی. د دې وجه د [پاکستان] حکومت په پاليسۍ کې غلطۍ او کمزوريانې دي."

نوموړی زياتوي چې د تجارت د حجم کمېدو يو بل مهم لامل د افغانستان په بانکونو کې د ډالرو د نيشتوالي يا کموالي له کبله د بانکي نظام اغېزمنتيا ده ځکه د نوموړي په وينا په نغدو پيسو تجارت يا د نغدو پيسو پر لېږد باندې د پاکستان حکومت اندېښنې لري.

د چمن ځايي خلک وايي، لس ورځې وشوې،‌ پوله لا هم تړلې ده او خلک بې روزګاره ناست دي. انځور- ارشیف
د چمن ځايي خلک وايي، لس ورځې وشوې،‌ پوله لا هم تړلې ده او خلک بې روزګاره ناست دي. انځور- ارشیف

شينواری زياتوي چې له پاکستانيو چارواکو سره يې د اکتوبر پر ۲۰مه او ۲۱مه غونډې هم وکړې او هغوی يې له خپلو ستونزو خبر کړل خو د نوموړي په وينا حکومت لا هم نه دی توانېدلی چې د تاجرانو ستونزې هوارې کړي.

طالبان د ۲۰۲۱زکال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول. د دوی حکومت د اکتوبر پر پينځمه د سپین بولدک او چمن ترمنځ لاره په دې تور وتړله چې ګواکې پاکستاني‌ چارواکي‌ افغان وګړو ته د تګ راتګ پر وخت ستونزې جوړوي خو پاکستاني چارواکي دا تورونه ردوي. د دې لارې د بيا پرانيستلو لپاره د پاکستان او د کندهار ولايت طالب چارواکو ترمنځ د اکتوبر پر ۲۰مه په چمن کې غونډه هم وشوه چې تر اوسه يې لا نتيجه نه ده ورکړې.

پر دې سربېره د دواړو هېوادونو تر منځ پر تورخم دروازه هم تجارت محدود شوی چې پر افغان تاجرانو سربېره يې پاکستاني تاجرانو ته هم زيانونه اړولي دي.

کندهار: لارې تړل کېدو تجارت درولی او بېکاري ډېره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00

په پاکستان کې د رياستونو او سرحدي سيمو (سېفران) وزارت پارلېماني سېکرټري او د قامي اسمبلۍ منتخب غړی محمد اقبال اپرېدی وايي چې په پاکستان کې کورونا وايرس او په افغانستان کې د حالاتو بدلېدو او د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د حالاتو عادي کېدل لږ وخت ته اړتيا لري.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت به ډېر ژر په دې اړه اقدام وکړي.

"ټولو کارونو باندې موږ لګيا يو چې سرحد دې هم خلاص شي، دلته دې د ژوند معاملات بيا بحال شي او تجارتي سرګرميانې دې هم شروع شي. د پاکستان حکومت به د تاجر برادري، د زده کوونکو او نورو کسانو مسلې په لږ وخت کې حل کړي."

دمګړی د پاکستان او افغانستان ترمينځ پر سپين بولدک او چمن سربېره نوا پاس، غاښي پاس، ګوڅړی (ګورڅل)، بينشی، بادينی او ارندو لارې په بشپړه توګه د تجارت پرمخ تړل شوي خو د تورخم په ګډون پر غلام خان او انګور اډه تجارت محدود شوی دی.

د پاکستان د عوايدو مرکزي ادارې ( له راپور سره سم په ۲۰۲۰ــ۲۰۲۱ز مالي کال کې د افغانستان او پاکستان د ټرانزيټ تجارت په ګډون د دوه اړخيزه تجارت ټول حجم ۳،۷۰۸ مليونه ډالره و، چې په دې کې د پاکستان لخوا د صادراتو ارزښت څه باندې ۸۹۴ مليونه ډالره و خو پر افغانستان د طالبانو واک کې له راتلو وروسته دا زښت ټيټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG