د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي پر ډېورنډ کرښه یې د اغزن تار غځولو کار ۹۴٪ بشپړ کړی


د پاکستان حکومت وايي، پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو موخه د امنیت ټینګول دي - د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر دویمې انځور
د پاکستان حکومت وايي، پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو موخه د امنیت ټینګول دي - د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر دویمې انځور

د پاکستان پوځ وايي، له افغانستان سره یې پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو کار ۹۴٪ بشپړ کړی دی او دا چې په دې اړه د هغه هېواد او طالبانو حکومتونه همغږي دي.

د پوځ وياند مېجر جنرال بابر افتخار د جنورۍ پر پينځمه په راولپېنډۍ کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د اغزن تار لګولو په وخت يوه نيمه پېښه کېږي چې دوی يې په احتياط سره حلوي خو زياته یې کړه چې دا اغزن تار د "امنيت لپاره ضروري" او د دوی سرتېرو يې پر لګولو "قرباني" ورکړې نو ځکه به هلته پاتې وي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د امنیت ټینګښت په موخه پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار پیل کړ.

افتخار ادعا وکړه چې د اغزن تار لګولو په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان ترمینځ "بشپړه همغږي" ده.

نوموړي زیاته کړه چې پر افغان پوله یې له ۱۲۰۰ زياتې پوستې جوړې کړې دي چې مقصد یې د امنیت ټینګول دي.

د طالبانو حکومت د نوموړي د تازه څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي.

په وروستيو کې پر ټولنیزو شبکو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې ظاهراً طالبان پکې له ډېورنډ کرښې څخه د اغزن تار په لیرې کولو لیدل کېږي. طالبانو رسماً دا کار نه دی تایید کړی خو د هغوی د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالقهار بلخي د جنورۍ پر څلورمه پر ټوېټر ليکلي چې پر ډېورنډ کرښه د پیدا شوې مسلې په اړه د خبرو اترو ضرورت دی.

تېرو افغان حکومتونو په بيا بيا ويلي چې ډېورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني خو پاکستان وايي دا په نړيواله کچه منل شوې پوله ده او اغزن تار پرې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوي لپاره لګوي.

د پاکستان حکومت وايي، پر کرښه یې د باړ لګولو د کار موخه د امنیت ټینګول دي خو د پاکستان د قبایلي ضلعو او ورسره د افغانستان د ولایتونو اوسېدونکي وايي، پر ډېورنډ کرښه اغزن تار یې د ژوند بېلا بېلې چارې خورا زیاتې اغېزمنې کړې دي.

د پولې دواړو خواوو ته پرتو خلکو د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ او مارچ کې مشال راډیو ته ویلي ول چې اغزن تار یې اقتصاد او سوداګرۍ ته لوی زیان اړولی، باړ له خپلوانو بېل کړي، دودیزې او کلتوري رابطې یې پرې شوي، د یو شمېر کلیو خلکو ځمکې، کورونه او ځنګلونه یې د کرښې بلې خوا ته پاتې شوي او د دواړو خواوو د ځینو ولسونو لسګونه کورنۍ ان له پاکستاني یا افغان شهریته (تابیعت) هم بې برخې شول.

د پاکستان حکومت مني چې د باړ لګولو د دواړو لوریو ولسونه اغېزمن کړي خو زیاتوي چې د قبایلي سیمو له اغېزمنو خلکو سره مرستو ته ژمن دی.

په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچه واکمنو برتانیویانو د افغانستان له امیر عبدالرحمان خان سره د یوې موافقې له لارې د ډېورنډ کرښه کښلې وه. د ډېورنډ کرښه ۲،۶۴۰ کیلومیټره اوږدوالی لري.

د بریدونو زیاتېدو په اړه د پوځ دریځ

د پاکستاني پوځ وياند بابر افتخار په خپله خبري غونډه کې په پاکستان کې د وسله والو حملو د زیاتېدو په اړه هم څرګندونې وکړې او دعوه یې وکړه چې د حملو د زیاتېدو لامل دا دی چې پوځ د وسله والو پروړاندې عملیات تېز کړي دي او دا چې "وسله وال تنګ شوي دي."

ده وویل، پوځ دا مهال د تحريک طالبان پاکستان، داعش وسله والې ډلې او بلوڅ بېلتونپالو پرضد جنګېږي خو په وينا یې چې هغه ډلې "ډېر زور نه لري" نو ځکه به "بريالۍ نه شي."

هغه زیاته کړه چې له کومو ډلو سره د پخلاینې بهیر پر مخ تللی شي، ورسره خبرې کوي خو د نورو پر ضد پوځي کارروايي روانه ده.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مشال راډيو د غونډو کړو معلوماتو او له حکومتي ارقامو سره سم، په ۲۰۲۱ز کال کې یوازې په شمالي وزیرستان کې ۱۴۸ بېلا بېل ډول بریدونه وشول چې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

اخوا په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه معلوماتي ووبپاڼه ساوت اېشیا ټېرېرېزم پورټل وايي، په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې تر ۲۶۰ وسله وال بریدونه وشول چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر شمالي وزیرستان وروسته تر ټولو زیاتې حملې په بلوچستان کې وشوې. د ووبپاڼې په خبره، په حملو کې د ولسي وګړو په ګډون امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله واوښته. د حملو ذمه وارۍ بېلا بېلو وسله والو ډلو ومنلې.

په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې امنیتي پېښو ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:09 0:00

تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب له حکومت سره د نومبر پر نهمه د یوې مياشتې لپاره اوربند کړی وو خو تر ټاکلې مودې وروسته یې و نه غځاوه او دليل یې دا راوړ چې د پاکستان پوځ يې د جنګبندۍ په مهال هم ملګري په نښه کړي دي. تر هغې وروسته دوی بريدونو ته زور ورکړی دی.

د پاکستاني طالبانو ګڼ غړي د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د هغه هېواد له زندانونو خوشې شول او په وروستیو کې یې پر ټولنیزو شبکو یوشمېر ویډیوګانې خپرې شوې دي چې مشران یې په مبیینه ډول د ځینو قبایلي ضلعو په کلیو کې خلکو ته ویناګانې کوي.

XS
SM
MD
LG