د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتونخوا حکومت: د کورونا واکسین انکاریانو باندې به بنديزونه لګول کېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پېښور ضلعې صحت چارواکي وايي، که چا د کورونا واکسين ونه لګول نو له ستونزو سره به مخ کېږي.

د یادې ضلعې د صحت څانګې ساحوي مشر (فیلډ سپر وایزر) میا اظهارالدین د جنورۍ په ۱۴مه، مشال ریډیو ته وويل، که څوک واکسين نه لګوي نو بهر ملکونو ته به نه شي تللی او په حکومتي دفترونو کې به يې هم کارونه نه کيږي.

نوموړي وړاندې وویل: "خلک دې د کورونا واکسین څخه نه ډارېږي او پکار ده چې واکسینونه ولګوي. اوس که څوک زموږ دغو اعلانونو ته غوږ نه نیسي نو سبا دې بیا ګیلې نه کوي ځکه چې په سرکاري دفترونو کې به یې کارونه د ځنډ سره مخامخ کېږي. څوک چې واکسین نه لګوي، له ملکه بهر سفر به هم نه شي کولی."

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۴مه د پېښور په مختلفو برخو کې د صحت څانګې ډلې و ګرځېدې او خلکو ته يې وړيا کورونا واکسين ولګول.

دوی په لاسپيکرونو دا اعلانونه هم کول چې چا واکسين ونه لګول نو هغوی ته به د تقاعد پیسې ( پینشن) نه ورکول کېږي، د شناختي کارډونو اداره ( نادرا ) به ورته د زوکړې سند نه ورکوي او قامي شناختي کارت به هم نه شي جوړولی.

د باړې محمد نواز د پېښور په حیات اباد کې ژوند کوي او د ملازمت لپاره سعودي عربستان ته د تللو اراده لري، هغه مشال راډیو ته وویل، واکسین یې لګولی نو کارونه یې بې له څه ځنډه پر مخ روان دي او هغه تمه لري چې زر به سعودي ته روان شي.

په پاکستان کې د کورونا په اړه د معلوماتو خپروونکې سرکاري وېبپاڼې د جنورۍ پر ۱۵مه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ۴۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي او څلور نور کسان مړه شوي دي.

کورونا د خلکو ژوند اغېزمن کړی: انځور له ارشیفه
کورونا د خلکو ژوند اغېزمن کړی: انځور له ارشیفه

له دې سره په پاکستان کې د کورونا ځپلو ټوله شمېره ۱۳ لاکه ۲۰ زرو نه پورته شوې ده. له کله نه چې د کورونا وبا پاکستان ته راغلې په ترڅ کې یې تر دې مهاله ۲۹ زرو نه زیات کسان مړه شوي دي. خو بل پلو، ۱۲ لاکه ۶۳ زرو نه زیات کسان ترې بیرته رغېدلي هم دي.

د خیبر پښتونخوا په سر ښار پېښور او په نورو سیمو کې د صحت د ادارې لخوا پر لاسپیکرونو خلکو ته د خبردارۍ ورکولو دا لړۍ په داسې وخت کې پیل شوې ده چې په نړۍ کې د کورونا نوې بڼې اومېکرون زیات شمېر خلک وړجن کړي.

په پاکستان کې هم د روغتیا چارواکي وايي چې د اومیکرون ځپلو شمېره مخ په زیاتېدو ده.

XS
SM
MD
LG