د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسلم ليګ (ق) مشرانو سره د شهباز شريف ملاقات به څه نتيجې ولري؟


شهباز شريف
شهباز شريف

د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د فرورۍ په ۱۳مه د مسلم ليګ (ق) له مشرانو چوهدري پرویز الهي او چوهدري شجاهت حسین سره په ملاقات کې د پاکستان پر سیاسي حالاتو خبرې کړې دي.

د دواړو ګوندونو لخوا خپرو شوو جلا جلا خبرپاڼو کې راغلې چې دغو سیاستوالو په پاکستان کې په روانو حالاتو او همګټو موضوعاتو خبرې وکړي. د پنجاب صوبې د دغو مشهورو سیاستوالو تر منځ داسې يو ملاقات ۱۴ کاله مخکې شوی وو.

دا ملاقات په داسې وخت کې شوی چې د اپوزیشن ګوندونو اتحاد، پي ډي اېم ويلي چې د وزیراعظم عمران خان په خلاف به په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد ووټ په راوړلو سره د هغه د حکومت ختمولو کوښښ وکړي.

د پي ډي اېم مشري لرونکی ګوند، جمعيت علمای اسلام (ف) وياند، مولانا جليل جان د فرورۍ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د ټولو ګوندونو سره په رابطه کې دي: ((له ټولو ګوندونو سره تر سلا وروسته د پي ډي اېم مشر د وزیر اعظم خلاف د تحریک عدم اعتماد اعلان کړی دی. پيپلز پارټي، مسلم ليګ (ق)، متحده قومي مومنټ او د تحريک انصاف ځينو غړو هم موږ ته بارو راکړی چې د اعتماد د رايې په وخت به د حکومت ملګرتیا نه کوي.))

څيړونکي دا ملاقات له دې وجې او بل دا چې چې مسلم ليګ (ق) د حکمران تحريک انصاف اتحادي ګوند دی، مهم بولي. د سیاسي چارو پوه، قریش خټک د فرورۍ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې دا ليده کاته ممکن د پنجاب په سیاست کې لوی بدلون راولي. ((د پاکستان په سیاست کې موږ ليدلي چې په بدو حالانو کې د حکومت سره خپل اتحاديان نه ودریږي. داسې ښکاري چې د تحریک انصاف ټول اتحادیان ځان ځان له جدا لارې لټوي.))

تحريک انصاف د خیبر پښتونخوا په شان په پنجاب کې هم حکومت لري خو په پنجاب کې یې حکومت د اتحاديانو سره روان کړی چې مسلم ليګ (ق) پکې لویه برخه لري.

خو خبریال محمود جان بابر ته نه ښکاري چې د دغه ګوند د مشرانو کور ته د مسلم ليګ (ن) د مشر شهباز شريف ورتګ به کومه ګټه ولري. هغه د فرورۍ په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل: ((دا رابطې ښايي علامتي حیثيت ولري. البته که ایسټیبلیشمینټ یې سره يو ځای کول غواړي نو کيدای شي يو څه وشي ځکه چې دلته په پاکستان کې دا يو نظر موجود دی چې شهبازشريف د ایسټبلیشمینټ سره نيزدي او د مسلم ليګ (ق) سیاست هم د هغوی په خوښه ګرځي. خو په اوس وخت کې عمران خان مسلم ليګ (ق) ته په حکومت کې ډيره برخه ورکړې نو ځکه یې ښايي پر ضد ونه دريږي.))

XS
SM
MD
LG