په اسلام اباد کې پولیسو پر هغو مظاهرچيانو تشدد کړی چې د حفیظ بلوڅ او نورو ورکو کسانو د موندنې د غوښتنې لپاره يې احتجاج کاوه.
د پاکستان پر ټولنيزو رسنيو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې پکې ښکاري چې د مارچ پر لومړۍ نېټه د اسلام اباد پريس کلب مخې ته پولیس مظاهرچيان په کوتکونو وهي.
حفیظ بلوڅ د اسلام اباد په قايداعظم پوهنتون کې د اېم فل زده کوونکی دی چې د کورنۍ په وينا يې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د بلوچستان په خضدار ښار کې مخ پټو وسله والو وتښتاوه.
د بلوڅ پلار حاجي محمد حسن د فبرورۍ پر ۱۰مه نېټه بي بي سي ته ویلي چې زوی یې خضدار کې ماښام مهال زده کوونکو ته درس ورکاوه چې مخ پټي وسله وال ورغلل او له ځان سره يې یووړ.
د خضدار پوليس وايي، د هغه کورنۍ د لادرکۍ درخواست ورکړی چې پر اساس يې دوی کارروايي پیل کړې ده.
د نوموړي د ورکېدو پرضد د مارچ پر لومړۍ نېټه د قايداعظم پوهنتون زده کوونکو مظاهره کوله چې پکې د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم شامل وو. د هغه په وينا، پوليسو پر مظاهره کوونکو تشدد وکړ. نوموړي د مارچ پر دويمه نېټه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې له ځينو مظاهرچيانو موبايل فونونه هم اخيستل شوي او يو زده کوونکی نيول شوی چې وروسته يې بېرته خوشې کړی.
د مظاهرې ګډونوالې او قانونپوهې ایمان مزارۍ پر ټوېټر ليکلي چې "ریاست د زور په کارولو له زده کوونکو سره غیر منصفانه چلند کړی دی."
د اسلام اباد پوليسو يو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د مارچ پر دویمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې لوړو پوړو چارواکو ورته ويلي ول چې په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز یا پریس کلب مخې ته د احتجاجي کیمپ لګولو اجازه نه شته نو پر دې اساس دوی اقدام وکړ او احتجاج يې ختم کړ.
خو ایمان مزارۍ د مارچ پر دويمه پر ټوېټر پاڼه تصويرونه خپاره کړي او ليکلي یې دي چې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته احتجاج دوام لري او د دې په وينا، یو بل زده کوونکی دليپ بلوڅ چې ورک شوی وو، د مارچ پر لومړۍ نېټه شپې مهال خوشې شوی دی او همداراز یې دې د حفیظ بلوڅ د پیدا کېدو هیله هم ښوولې ده.
د حفیظ بلوڅ د لادرکۍ په اړه د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کمېشن د فبرورۍ پر ۱۷مه په بیان کې د هغه د موندنې او ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.
د فبرورۍ پر ۱۱مه نېټه هم په خضدار کې د حفیظ بلوڅ د لادرکۍ پرضد مظاهره شوې وه. حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په پاکستان کې په زوره د خلکو ورکولو لړۍ له ډېرې مودې راهيسې روانه ده خو د هغه هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په حکومت (۱۹۹۹-۲۰۰۸ز) کې پکې زياتوالی راغی. په ورکو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، او مشکوک وسله وال شامل دي چې زیاتره يې پښتانه، بلوڅان او سينديان دي.
فعالې ډلې او د بشري حقونو سازمانونه د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو د خلکو د ورکولو تور پورې کوي چې خو پوځ تل دا تور رد کړی. البته د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې د پاکستان پوځ ويلي ول، په راولپېنډۍ کې یې په مرکزي دفتر (جي اېچ کیو) کې د ورکو کسانو په اړه د پلټنو او د هغوی د قضیو څېړلو لپاره ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضيو څېړلو کمېشن جوړ کړ چې په بیا بیا يې ويلي، هغه کسان چې وموندل شي او ستانه شي، هېڅکله د خپلو تښتونکو په اړه معلومات نه ورکوي او نه وايي چې ولې تښتول شوي ول او څه ورسره پېښ شول؟