د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د حکومت او اپوزيشن د احتجاج په اړه په سپريم کورټ کې اوريدنه وشوه


د پاکستان سپريم کورټ وداني
د پاکستان سپريم کورټ وداني

سپريم کورټ په اسلام اباد کې د حکومت او مخالفه ګوندونو د پلان شوو جلسو په تناظر کې د عدم اعتماد تحريک بهیر په سوله ییز ډول کولو په اړه پر شوي درخواست اورېدنه کړې.‌

د مارچ پر ۲۱مه دا اوریدنه د د سپریم کورټ بار اېسوسي اېشن مشر محمد احسن بهون په درخواست شوې ده. هغه دا درخواست تر هغه وروسته دایر کړ چې د مارچ په اتمه د مخالفه ګوندونو لخوا د وزیر اعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحریک مسوده جمع شوه. په درخواست کې غوښتنه شوې ده چې د عدم اعتماد تحريک بهیر دې په سوله ييز ډول ترسره شي.

د اورېدونې په مهال د پاکستان حکومت په استازیتوب، اټارني جنرل خالد جاويد خان عدالت ته وويل چې د عدم اعتماد (بې باورۍ) د تحریک لپاره د رابلل شوي غونډې پر مهال به په ریډ زون کې ولس ته د داخلیدو اجازت نه وي او حکومت به د پارلیمان په غونډه کې د غړیو د شرکت پر مخ هيڅ خلل نه اچوي.

په عدالت کې موجود د مشال راډيو خبریال وايي چې دوه کسیزه بنچ دا معامله لارجر بنچ ته استولې ده چې اوریدنه به يې د مارچ پر ۲۴مه کيږي.

تحريک انصاف او اپوزیشن دواړو په اسلام اباد کې د جلسو کولو اعلانونه کړي دي. د مارچ په ۲۱مه د دې درخواست د اوریدنې لپاره د پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) مشر مولانه فضل الرحمان، د مسلم ليګ ن مشر شهباز شریف، د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل او يو شمیر نور سیاسی مشران حاضر شول.

بلخوا حکومت په سپریم کورټ کې د ایین د ۶۳ اې مادې د تشریح لپاره صدارتي ریفرنس دایر کړی دی. حکمران تحريک انصاف وايي د ګوند د منحرفو پارلیماني غړیو په اړه دې سپریم کورټ د ايين د ۶۳م اې مادې تشریح وکړي چې ایا د بې باورۍ تحریک په حق کې د رايې اچولو نه مخکې هغه غړي د پارليمان د غړیتوب نه لیرې کولای شي او که نه.

د ایین دغه ماده وايی چې که د يو ګوند کوم غړې د حکومت پر ضد رايې وکاروي نو د هغه پر ضد له پارلیمان او ګوند څخه د بې دخلۍ کاروايي کيدلی شي.

د وزیراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه د روانې مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه رابلل شوې ده. اپوزیشن ګوندونو د مارچ پر ۲۰مه په يوه شريکه خبرپاڼه کې وويل چې د وزیراعظم خلاف عدم اعتماد تحریک او سياسي حالات به په اسلام اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان (او ای سي) پر کېدونکې غونډه هېڅ اغېز و نه کړي.

د او ای سي غونډه د مارچ پر ۲۲مه او ۲۳مه د قامي اسمبلۍ په ودانۍ کې د ملګرتیا، انصاف او پرمختیا لپاره د همکارۍ رامینځ ته کولو تر نامه لاندې رابلل شوې ده.

تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د مارچ پر ۱۹مه د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د نورو اپوزیشن ګوندونو له مشرانو سره يوځای په يوه خبري غونډه کې ويلي ول، که پر عدم اعتماد تحريک رایه اچول ځنډېږي نو دوی به په قامي اسمبلۍ کې احتجاج وکړي.

XS
SM
MD
LG