د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د عوامي نېشنل ګوند لخوا بلدياتي انتخاباتو ته ولاړ نوماند مصور داوړ وژل شوی


د شمالي وزيرستان نقشه
د شمالي وزيرستان نقشه

د خيبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې نامعلومه وسله والو د عوامي نېشنل ګوند لخوا بلدياتي انتخاباتو ته ولاړ نوماند مصور داوړ وژلی دی.

د میرلی تاڼې پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې مخ پټو وسله والو نن (مارچ ۲۲مه) په ميرلي کې پر مصور داوړ ډزې وکړې او هغه يې ووژاه.

پوليسو ويلي، د نامعلومه وسله والو پر ضد يې مقدمه درج کړې او د پېښې نورې پلټنې روانې دي.

شمالي وزيرستان کې د عوامي نېشنل گوند يو ځايي مشر خلیل خان نن مشال راډیو ته وویل چی وسله والو د دوی په مخ کې مصور داوړ په ډزو وويشت او وتښتېدل.

"پولیسو خاموشه تماشه کوله، په چوک کې ګڼ پولیس سرتیري موجود ول خو چا اقدام و نه کړ."

نوموړي زياته کړه، په میرلی چوک کې امنيتي کېمرې لګېدلي دي، پوليس دې هغه ريکارډنګ وګوري او قاتلان دې معلوم کړي.

بلخوا د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا وياندې او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې ثمر هارون بلور د يو ټويټ له لارې له حکومته غوښتنه کړې چې د پېښې "سمدستي او رڼې پلټنې" دې وشي. د هغې په وينا ګوند به يې سبا (مارچ ۲۳م) د مصور داوړ د وژنې پرضد په ټوله خيبر پښتونخوا کې احتجاجونه کوي.

د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې د انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شوی وو او ټاکل شوې چې د مارچ پر ۳۱مه به د څلورو قبایلي سیمو په ګډون د صوبې په ۱۸ پاتې ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو ترسره کېږي.

مصور داوړ شمالي وزيرستان کې راتلونکو بلدياتي انتخاباتو کې د عوامي نېشنل ګوند لخوا د جنرل کونسلر چوکۍ ته ولاړ وو.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې د وزيرستان د ځوانانو د ټولنې مشر نور اسلام داوړ هم، چې د مصور داوړ نېږدې ملګری وو، د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو وژل شوى وو.

خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو تر لومړي پړاو دوې ورځې وړاندې نامعلومو وسله والو په ډېره اسماعیل خان کې د عوامي نېشنل ګوند یو ځايي مشر عمر خطاب شيراڼی هم په ډزو ویشتلی او وژلی وو.

د پوليس په وينا، عمر خطاب شیراڼی، چې په بلدیاتي انتخاباتو کې د تحصیل ناظم د څوکۍ نوماند هم وو، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۷مه وسله والو د خپل کور مخې ته په ډزو وژلی او د پېښې له ځايه تښتېدلي ول.

تر دې وړاندې هم، د عوامي نېشنل ګوند يوشمېر غړي او مشران په خيبر پښتونخوا کې په بېلا بېلو بريدونو کې وژل شوي دي.

بلخوا په شمالي وزيرستان کې له تيرې څه مودې راهيسې يوشمېر کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان خلک له حکومته غوښتنه کوي چې د دغو بریدونو مخه دې ونیسي. پولیس وايي، هڅه کوي چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي خو بیا هم دا ډول بریدونه وخت په وخت ترسره کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تيرو دريو کلونو راهيسې هلته هدفي وژنې پیل شوې چې تر نن پورې دوام لري. په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي، خو حکومت وايي چې هلته يې د وسله والو پرضد ځانګړي عمليات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG