د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د پوهاند سیال کاکړ یادغونډه وشوه


د پوهاند سیال کاکړ یاد غونډه کې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا لیکوالو، شاعرانو او پوهانو ګډون وکړ: انځور جولای ۲۳ کال ۲۰۲۲
د پوهاند سیال کاکړ یاد غونډه کې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا لیکوالو، شاعرانو او پوهانو ګډون وکړ: انځور جولای ۲۳ کال ۲۰۲۲

"پښتو ادبي غورځنګ" د وتلي فولکلورېسټ ارواښاد پروفیسر سیال کاکړ یاد غونډه د جولای پر ۲۳مه د کوټې په پریس کلب کې وکړه چې پکې ګڼو لیکوالو، شاعرانو، څېړونکیو او د ادب مینه والو ګډون وکړ.

ولي محمد خان سیال کاکړ تر څو کلنې ناروغۍ وروسته د جون پر ۱۸مه، د ۸۷ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی په ۱۹۳۵ کال کې د پښین د سرانانو سیمې په «شاګۍ» کلي کې زېږېدلی وو او د جون پر ۱۸مه پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوی.

د جولای په ۲۳مه، په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنګ له لوري د شاعر او فوکلوریسټ اروښاد پروفېسر ولي محمد سیال کاکړ یاد غونډې ته د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو په ګډون د خېبر پښتونخوا څخه هم لیکوالان او شاعران ورغلي او د نوموړي پر ژوند او ادبي خدماتو یې ګډون والو ته مقالې واورولې.

لیکوال او شاعر عصمت الله زهیر په خپله مقاله کې د سیال کاکړد ادبي خدماتو په اړه وویل چې نوموړي د پښتو ادب لپاره ډېر زیار ایستلی، په ځانګړي توګه یې پر فوکلور باندې ډېر کار کړی دی او ولسي اثار یې د کتابونو په بڼه خوندي کړې دي.

د پوهاند سیال کاکړ یادغونډې یوه څنډه
د پوهاند سیال کاکړ یادغونډې یوه څنډه

لیکوال فدامحمد لېوال وویل، چې سیال کاکړ د فوکلور خوندي کولو لپاره د پښتانه وطن بېلا بېلو سیمو ته تللی، له خلګو سره یې لیدلي او د هغوی له خولې یې هر څه راټول کړي دي. نوموړی وايي، هغوی به چې د کوم توري نه پوهېدل نو د پوهاند سیال کاکړ له کتابونو به یې مرسته اخېسته ځکه چې نوموړي په خپلو کتابونو کې دا هر څه په ډېر تفصیل سره راوړي دي.

د پښتو ادبې غورځنګ غړي ډاکټر صادق ژړک په خپله وینا کې وویل چې سیال کاکړ د هغه استاد وو او ډېر څه یې ځېنې زده کړي او په ډېر څه یې پوه کړی وو. هغه وویل چې د نوي کهول روزنه هم سیال کاکړ کړېده.

د کوټې پوهنتون پښتو څانګه کې استاد ډاکټر برکت شاه د سیال کاکړ یاد غونډې مهال د مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "دا مهال موږ د سیال کاکړ له کتابونو ګټه اخلو، د نوموړي یو شمېر کتابونه د پښتو ایم اې په کورس کې شامل دي او لوستونکو ته زده کړې ورکول کېږي. سیال کاکړ د سهیلي پښتونخوا لویه اثاثه وه، د پښتو ادب پر بېلا بېلو اړخونو یې ښه ښه کتابونه لیکلي دي."

سیال کاکړ تر ۴۰ زیات کتابونه لیکلي وو، چې زیات یې چاپ شوي او خو ځینې کتابونه یې ناچاپ دي. په دغو کتابونو کې اکثر یې د ولسي ادب د بېلابېلو اصنافو لکه غاړو، متلونو، انګیو (چیغیانو) او نکلونو په اړه دي. سیال کاکړ له پښتو سره سره په اردو، انګرېزي، فارسي، براهوي، بلوچي او پنجابي ژبو هم خبرې کولای شوې او د پښتو ترڅنګ یې په فارسي ژبه هم کتابونه لیکلي او چاپ کړي دي.

پروفیسر سیال کاکړ ته پر خپلو کتابونو د بلوچستان د صوبایي حکومت له خوا ایوارډونه هم ورکړل شوي وو، خو په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني هغه ته د سید جمال الدین افغان په نوم «دولتي مډال» ورکړ.

XS
SM
MD
LG