د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي یو مهم غړی یې له امریکايي زندانه خوشې شوی


حاجي بشر نورزی (کیڼ لوري ته) په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره - د سېپټېمبر ۱۹مې انځور.
حاجي بشر نورزی (کیڼ لوري ته) په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره - د سېپټېمبر ۱۹مې انځور.

د طالبانو حکومت وايي، یو مهم غړی یې حاجي بشر نورزی د امریکا په زندان کې تر کلونو بند وروسته خوشې شوی او د سېپټېمبر پر ۱۹مه کابل ته رسېدلی دی.

د امریکايي حکومت په اسنادو کې د هغه نوم حاجي بشیر نورزی لیکل شوی او غربي رسنۍ یې هم د بشیر په نوم یادوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سېپټېمبر پر ۱۹مه په کابل کې خبري غونډې ته وویل، نورزی د امریکايي وګړي مارک فریرېکس په بدل کې خوشې شوی دی. ده وویل، فریرېکس د کابل پر هوايي ډګر له نورزي سره تبادله شو.

طالبانو په ۲۰۲۰ز کال کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر مارک فریرېکس تښتولی وو. نوموړی هغه مهال د ساختماني پروژو ملکي انجینر وو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم پر ټوېټر په بیان کې د نورزي خوشې کېدل تاييد کړل او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې د هغه یو انځور هم خپور کړی دی.

رویټرز اژانس لیکي چې بشر نورزی یو قبایلي مشر وو او په ۲۰۰۵ز کال کې ګرفتار شوی وو.

د اژانس په خبره، پر نوموړي امریکا ته تر ۵۰ مېلیونه ډالرو زیاتو هېروینو د قاچاقولو تور پورې شوی وو او له هغه وخت راهیسې په زندان کې وو.

امریکايي وفاقي چارواکو هغه مهال پر نوموړي طالبانو ته د وسلو ورکولو او په ډله کې یې د خلکو ورجذبولو تورونه هم پورې کړي ول.

حاجي بشر نورزی په ۲۰۰۵ز کال کې ګرفتار شوی وو او امریکايي چارواکو یې دا انځور خپور کړی وو.
حاجي بشر نورزی په ۲۰۰۵ز کال کې ګرفتار شوی وو او امریکايي چارواکو یې دا انځور خپور کړی وو.

رویټرز اژانس وايي، د نورزي وکیل پر هغه لګېدلی تور ناسم بللی وو او دریځ یې لاره چې امریکايي چارواکو ورسره چل کړی وو او ورته یې باور ورکړی وو چې نه به ګرفتارېږي نو ځکه ورباندې لګېدلي تورونه ناسم دي او باید ختم شي.

خو د امریکا د انصاف وزارت په ۲۰۰۹ز کال کې وویل چې یوې جرګګۍ پر نوموړي د پورې شویو تورونو د قضیې تر اورېدنو وروسته هغه ته د عمر قید سزا واوروله. د انصاف وزارت هغه مهال په یوه بیان کې ویلي ول چې په نیو یارک کې یوې جرګګۍ تر مقدمې وروسته دې نتیجې ته رسېدلې چې پر نورزي امریکا ته د هېروینو د قاچاق تورونه سم ول.

نورزی تر هغې څه د پاسه درې میاشتې وروسته خوشې شوی چې امریکايي چارواکو په ګوانتانامو زندان کې یو بل طالب بندي اسد الله هارون ازاد کړ.

هارون د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۲۵مه کابل ته رسېدلی وو. هغه له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په ګوانتانامو زندان کې بندي وو خو رسماً تورن شوی نه وو.

په ۲۰۰۱ز کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف تر حملې وروسته واشنګټن په ګوانتانامو زندان کې لسګونه مشکوک وسله وال او د هغوی مشکوک ملاتړي بندیان کړل.

په ۲۰۰۹ز کال کې د امريکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما د هغه زندان د تړلو پرېکړه وکړه خو د کانګرس د مخالفت له کبله پرانیستی پاتې شو.

تر نوموړي وروسته بل امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې د ګوانتانامو زندان د خلاص ساتلو اعلان وکړ.

يو وخت په هغه زندان کې ۶۸۰ بندیان ول چې وروسته یې شمېر په تدریج کمېده او اوسني امریکايي حکومت ورڅخه یوشمېر بندیان خوشې کړي او یا هم نورو هېوادونو ته انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG