د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف پلویانو لاریون کې د عمران خان تر ژوبلېدو وروسته مظاهرې کړې دي


عمران خان د خپل لاریون پر مهال د ګوند پلویانو ته وینا کوي - د نومبر درېیمې انځور.
عمران خان د خپل لاریون پر مهال د ګوند پلویانو ته وینا کوي - د نومبر درېیمې انځور.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانو تر هغې وروسته مظاهرې کړې دي چې د پنجاب په وزیراباد کې یې پر لاریون په ډزو کې د هغه ګوند مشر عمران خان او سېنېتر فیصل جاوېد په ګډون یوشمېر کسان ژوبل شول.

تحریک انصاف ګوند او د هغه هېواد رسنیو ویلي دي چې عمران خان او سېنېټر فیصل جاوېد دواړه د نومبر درېیمې په پېښه کې سرسري ژوبل شوي دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

د پاکستان حکومت د پېښې غندنه کړې ده او وزیراعظم له کورنیو چارو وزیره رپورټ غوښتی دی.

د تحریک انصاف مظاهرې

په همدې حال کې د تحریک انصاف پلویانو په پېښور، مردان، راولپېنډۍ او یوشمېر نورو ځایونو کې د پېښې ضد احتجاجونه کړي دي.

په مردان کې د ګوند لسګونه پلویانو د مظاهرې پر مهال د پېښې د پلټنې ټینګار وکړ. هغوی مشال راډیو ته وویل چې احتجاجي لاریون به یې د نومبر پر څلورمه له وزیراباده بیا پیلېږي.

د راولپېنډۍ او اسلام اباد ترمینځ د فیض اباد له پله سره هم ګڼو خلکو مظاهره وکړه. انتظامیې د احتجاج له ځای سره نېږدې لسګونه پولیس او امنیتي سرتېري ځای پر ځای کړي ول چې د ناوړه پېښو مخنیوی وکړي.

یوشمېر مظاهرچیانو پر مري روډ ټایرونه سوځولي ول او اسلام اباد ته تلونکی هغه عمومي سړک یې تر څه وخت پورې تړلی وو او د حکومت ضد یې نعرې وهلې.

څه پېښ شول؟

تحریک انصاف ګوند پر ټوېټر یوشمېر ویډیوګانې خپرې کړې دي چې په یوه کې یې عمران خان ښکاري چې ولاړ دی، خپلو پلویانو ته لاس خوځوي او بیا له کنټېنره بهر ووځي.

په بله ویډیو کې سېنېټر جاوېد ظاهراً په یو کلېنېک کې ناست دی چې پر قمیص یې وینې داغونه دي او پر پوزه یې یوه پټۍ لګېدلې ده.

نوموړی په ویډیو کې وايي چې دی خپله روغ دی او له خپلو پلویانو د "دوعاګانو" غوښتنه کوي.

تحریک انصاف ګوند وايي چې یو وسلوال پر لاریون ډزې وکړې او دا یې پر عمران خان "قاتلانه برید" بللی دی.

عمران خان د تحریک انصاف پر لاریون ډزو کې ژوبل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00

رسنۍ وايي، پولیسو یو مشکوک بریدګر نیولی دی خو تر اوسه معلومه نه ده چې هغه څوک دی.

په پېښه کې د ژوبلو کره شمېر معلوم نه دی خو رسنۍ د پولیسو په حواله وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

غبرګونونه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر عارف علوي د پېښې غندنه کړې ده.

شریف پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې "په سختو ټکو کې د تحریک انصاف پر مشر عمران خان د ډزو د پېښې غندنه" کوي.

نوموړي لیکلي چې د کورنیو چارو له وزیر رانا ثناالله څخه یې د پېښې رپورټ غوښتی دی او دا وفاقي حکومت د پنجاب له حکومت سره د "امنیت او پلټنو" په برخه کې مرستو ته تیار دی.

شریف زیاتوي چې د پاکستان په سیاست کې "باید تاوتریخوالي لپاره هېڅ ځای نه وي."

ولسمشر عارف علوي پر ټوېټر په بیان کې پر "عمران خان قاتلانه برید" خورا "بزدلانه" بللی دی او وايي چې د نوموړي پښه ژوبله شوې ده خو روغتیايي حالت یې ښه دی.

د پاکستان وفاقي حکومت یوشمېر نورو وزیرانو او د هېواد سیاستوالانو، خبریالانو او فعالانو هم د پېښې غندنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ چې اوسمهال له ګوجراوالې سره نېږدې وزیراباد ته رسېدلی دی.

خان وايي، د لاریون یوازینۍ موخه حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته اړ اېستل دي، خو وفاقي حکومت ټینګار کوي چې خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.

XS
SM
MD
LG