د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د چمن او بولدک پولې پر نښتو د طالبانو د حکومت استازی ورغوښتی


د چمن او سپین بولدک پوله
د چمن او سپین بولدک پوله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت ناظم الامور ور غوښتی او هغه ته یې د چمن او سپين بولدک پر پوله د نښتې په اړه احتجاج کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې له د طالبانو د حکومت له ناظم الامور سره په کتنه کې پر دې ټينګار شوى چې د ولسي وګړو ساتنه د دواړو هېوادونو ذمه واري ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې پر دې مهال په دې اړه هم هوکړه وشوه چې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره به له جوړ طریقه کار څخه استفاده کېږي.

په بیان کې ویل شوي چې پاکستان له افغانستان سره د دوستانه اړیکو ساتلو ته ژمن دی او پر پوله سوله د دې موخې لپاره اړینه ده.

دا په داسي حال کې ده چې په چمن او سپین بولدک کې پر پوله د ډېسېمبر پر ۱۵مه د پاکستانیو او د طالب سرحد ساتونکو ترمینځ په ډ‌زو کې یو کس ووژل شو او ۱۵ نور ژوبل شول. په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۱۱مه د چمن او سپین بولدک ترمینځ په نښته کې نهه کسان ووژل شول او ۳۱ ټپیان ول. د پولې هغه غاړې ته یو کس وژل شوی وو او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

پاکستانيو چارواکو په خپلو رسمي اعلامیو کې د دواړو ورځو په نښتو کې طالبان تورن کړل چې بې دلیله یې توغندي وروولي دي.

د وروستۍ جګړې په اړه د طالبانو حکومت رسما څه نه دي ویلي خو د دفاع وزارت یې په یوه بیان کې پاکستاني سرتېري د جګړې په پیل تورن کړي دي.

تر هغې وروسته د پاکستان او د طالبانو حکومت د دې ډول پېښو د تکرار پر مخنیوي ټینګار کړی وو.

د ډېسېمبر ۱۱مې تر پېښې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو چې دوی پر پوله د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره له کابل سره تماس نیولی دی.

نوموړي ویلي وو چې په کندهار کي افغان چارواکو پر هغه پېښه له پاکستان څخه نه یوازې بښنه و غوښته بلکه دا ډاډ یې هم ورکړ چې په راتلونکي کې به داسې پېښې نه تکرارېږي.

د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې هم د چمن او سپین بولدک لاره تر شاوخوا یوې اوونۍ تړل شوی وه چې وروسته د نومبر پر ۲۱مه پرانیستل شوه.

بلخوا بلوچستان اسمبلۍ هم د چمن او سپین بولدک پر پوله د ورستیو نښتو غندنه کړې ده.

د ډېسېمبر پر ۱۶مه مازیګر مهال د مرستیال سپیکر قادر نایل په مشرۍ د بلوچستان اسمبلۍ غونډه کې د عوامي نشنل ګوند پارلیماني مشر اصغر خان اڅکزي په ورستیو پېښو اندېښنه وښودله.

نوموړي وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د چمن اوسپین بولدک پر پوله حالت سم نه دی چې پکې عادي وګړي په نښه کېږي.

اصغر خان اڅکزي پوښتنه راپورته کړه چې داسې پېښې ولې کېږي او زیاته یې کړه چې د دې تر شا وجوهات دې ولس ته په ډاګه کړل شي.

د حکومتي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ غړي محمد عارف محمد حسني وویل، " پر پوله د طالبانو د سرحد ساتونکو رویه د غندنې وړ ده او وفاقي حکومت دې له کابل سره دغه ستونزه په خبرو هواره کړي."

په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند اېستل شوي غړي نصرالله زېري وویل، دوی له تېرو دوو کالو چېغې وهي چې اغزن تار د پاکستان او افغانستان تر مینځ پر پوله پراته قامونه سره ویشلي او ورته یې لوې زیان رسولی دی.

نصرالله زېري زیاته کړه چې پر دې سربېره چې دا وخت په افغانستان کې د پاکستان دوست حکومت دی نو بیا جګړه پر کوم څه ده.؟

د ډېسېمبر پر ۱۵مه پر چمن سپین بولدک پوله تر پېښې وروسته د بلوچستان اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو په چمن کې د ۱۵ وګړو پر ټپي کېدو خواشیني ښکاره کړه او د زخمیانو د علاج لپاره یې د هر ډول ګامونو پورته کولو امر کړی وو.

XS
SM
MD
LG