د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان خلک پر غلام خان بندر له ستونزو سر ټکوي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان بندر. (انځور: ارشیف)
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان بندر. (انځور: ارشیف)

د شمالي وزیرستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اوښتو په لړ کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي کورنۍ یې د کرښې پر دواړو غاړو میشتې دي خو دوی خپل منځي تګ راتګ ته په اسانه نه پریښودل کیږی. دوی دا تور هم پورې کوي چې د تګ راتګ پر مهال ترې د پیسو غوښتنه کیږي.

د دته خېلو استوګن عبدالله د مارچ پر درېمه مشال راډیو ته وویل چې نهه کاله یې په خوست کې د کډوالۍ ژوند کړی دی او د تګ راتګ لپاره له قانون سره سم مخکې نوم لیکنه کوي خو پر کرښه د اوښتو پر مهال ډېر په ګرانه ورته د تګ اجازه ورکول کیږي.

ده وویل، "له ضرب عضب عملیاتو راهسې دغه ګیلې کوو چې تګ راتګ مو له ستونزو ډک دی، پر پوله ملکان د تصدیق لپاره ګمارل شوي، هغوی مو لوټي، حکومت دې پخپله تصدیق کوي، شناختي کارډونه دې ګوري او تر تلاشۍ وروستو دې اجازه راکوي."

عبدالله زیاته کړه چې پر غلام خان بندر د تګ راتګ پر مهال د خلکو اوږده قطارونه وي چې له امله یې ناروغان هم له ستونزو سره مخامخ وي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ګډه پوله ګڼ شمېر داسې کورنۍ او قبیلې اوسي چې نزدې خپلوۍ سره لري. د دوي ترمنځ اړیکي د د دواړو هیوادونو د نورو سیمو د خلکو پرتله زیاتې وي او تګ راتګ یې هم زیات وي.

د دې ترڅنګ ځینې وزیرستاني کډوال په افغانستان کې ژوند کوي‌او د افغانستان یو شمېر کډوال بیا د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې اوسېږي.

د دته خېلو یو بل اوسېدونکي احمدالله مشال راډیو ته وویل چې دوی اوسمهال په خوست کې د کډوالۍ ژوند کوي "خو پر کرښه د ازغن تار له لګېدو وروسته یې ژوند له ستونزو ډک شوی دی."

هغه وایي د پولې بلې خوا ته یې د تره لور واده شوې خو له اتو کلونو یې نه ده لېدلې.

احمدالله زیاتوي چې د سفر ټول قانوني اسناد به برابروي خو حکومت دې ورته په دې لړ کې اسانتیاوې برابرې کړي.

بلخوا چارواکي وایي، پر غلام خان بندر د خلکو د تګ راتګ لپاره یې خلکو ته په بیا بیا لارښونه کړې او ټول لازم ګامونه یې پورته کړي دي.

خوست کې نوي راغلي وزيرستاني کډوال د مرستو غوښتنه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېنشر ریحان ګل خټک د مارچ پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې په هغه سېمه کې د پوځ له مشر جنرال محمدنعیم اختر سره په ګده د خلکو د تګ راتګ څارنه کوي.

ریحان ګل خټک وویل، د هرې سیمې خلکو ته یې د هغوی په علاقه کې مشران ټاکلي چې خلک ترې تصدیق کولای شي او په اسانه سفر کولای شي.

هغه پر پوله له مساپرو د پیسو اخیستو تورونه رد کړل خو زیاته یې کړه چې د خلکو په ورته شکایتونو یې څه وخت مخکې ځینې ځایي مشران نیول ول.

خټک وویل چې په نزدې راتلونکي کې پر غلام خان بندر د پلټنو مرکزي اداره (اېف ای اې) دفتر جوړوي چې ورسره به د خلکو تګ راتګ نور هم اسانه شي.

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات شوي ول چې له کبله یې زرګونه وزیرستانۍ کورنۍ افغانستان ته کډه شوې وې.

پاکستاني چارواکي وایي، له هغو کډوالو ۱۶ زره کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوي دي او نور لا هم د پولې هغې غاړې ته د کډوالۍ ژوند تېروي.

XS
SM
MD
LG