د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي له افغانستانه د وتلو راپور په اپرېل مياشت کې خپروي


امريکايي عسکر د کابل هوايي ډګر ساتنه کوي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۶مې انځور
امريکايي عسکر د کابل هوايي ډګر ساتنه کوي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۶مې انځور

سپينې ماڼۍ د مارچ پر ۲۲مه اعلان کړی چې د امریکا له افغانستان څخه په بیړه د وتلو په اړه راپور به د اپرېل په میاشت کې خپور کړي.

دغه راپور چې تر اوږد ځنډ وروسته به خپریږي، د حکومتي ارزونو پر اساس جوړ شوی دی. په دې کې جاج اخیستل شوی چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې د امریکایي عسکرو د وتلو پر مهال داسې کومې تيروتنې شوې دي چې د پخواني افغان حکومت د سقوط او د طالبانو د بيرته راتګ لامل شوې.

تر دې وړاندې ویل کیده چې راپور به له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د يوه کال پوره کېدو پر مهال خپرېږي خو وروسته د ادارو د کار د دوام له امله وځنډېده.

اخوا د امريکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د مارچ پر ۲۲مه ویلي چې د راپور کار نېږدې بشپړ شوی او انتظامیه یې راروانه میاشت (ايرېل) خپرولو ته تیاری نیسي.

نوموړي زیاته کړه چې تمه لري د اپریل تر نیمایي دغه راپور له ولس سره شریک کړي، خو انتظامیه به یې ځینې (پټ) معلومات د کانګریس له کمیټیانو سره شریکوي.

د امریکا د استازيو جرګې غړي د ولسمشر بایډن انتظامیه باندې د هغه هېواد له افغانستان څخه تر وتلو وروسته زور راوړي چې هغه د اطلاعاتو اړوند هغه رسمي معلومات او د بیا کتنې راپور خپور کړي چې په کابل کې څنګه ګډوډي رامينځ ته شوه؟

XS
SM
MD
LG