د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې افغانستان ته پر تلونکو ګاډو غر ښويېدلی، ۳ کسان مړه او ۸ ژوبل دي


چارواکي وايي، د اپرېل پر ۱۸مه پر ولاړو ګاډو د غر ښويېدو تر پېښې وروسته له ملبې څخه د ګير شويو کسانو د را ايستلو عمليات روان دي.
چارواکي وايي، د اپرېل پر ۱۸مه پر ولاړو ګاډو د غر ښويېدو تر پېښې وروسته له ملبې څخه د ګير شويو کسانو د را ايستلو عمليات روان دي.

په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ولاړو ګاډو باندې غر ورښويېدلی چې په نتیجه کې یی یو شمیر ګاډي د تیږو او ملبې لاندې شوي دي.

د خیبر ضلعې د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر ارشاد مومند نن سهار ( د اپریل پر ۱۸مه) مشال راډیو ته وويل چې پېشلمي مهال څه باندې دوه بجې د تورخم پر صادراتي لارې افغانستان ته تلونکو ګاډو باندې غر ورښويېدلی چې په نتیجه کې یې ځينې ګاډي تر ملبې لاندې لاندې شوې دي.

په تورخم کې د خيبر ضلعې ژغورنې ادارې "ریسکیو ۱۱۲۲" يو چارواکي ملک اشفاق نن (د اپرېل پر ۱۸مه) مشال راډيو ته وويل چې پر ګاډو د غره راښويېدو تر پېښې وروسته يې مشينري ور رسولې او تر ملبې لاندې ګاډو څخه د ډرايورانو (موټروانانو) د را ایستلو عمل روان دی.

بل خوا د "ريسکيو ۱۱۲۲" د خيبر پښتونخوا ویاند بلال فيضي مشال راډیو ته ويلي چې تر دې دمه له ملبې څخه د دريو کسانو مړي او اته ژوبل کسان را ايستل شوي دي.

نوموړی وايي، تر اوسه دا نه ده معلومه چې تر ملبې لاندې به څومره کسان بند پاتې وي خو هغه زياتوي چې د ژغورنې عمليات روان دي او د خيبر پښتونخوا له نورو ضلعو څخه يې هم مشینري راغوښتې ده.

اشفاق زياته کړه، "زما په حساب به دلته تر ۱۲ پورې ګاډي تر ملبې لاندې وي او زموږ تر ۱۰۰ زیات کارکوونکي د ژغورنې په عملیاتو کې بوخت دي."

د تورخم انتظامي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې په تورخم کې له تېرې اوږدې مودې راهیسې د رسد او تعیمراتي کارونو قامي ادارې "نېشنل لاجسټک سیل" له خوا پر یوه نوي ټرمینل جوړولو کار روان دی چې ورسره سم د سړکونو پراخول هم دوام لري.

په تورخم کې موجود سوداګر او ټرانسپورټران وایي چې د "نېشنل لاجسټک سیل" کارکوونکو د سړک پراخولو لپاره د بارودي موادو چاودنې کړې وې او د غره د تراشلو عمل روان وو چې راوښوېد.

د تورخم پر لار هره ورځ پر زرګونو کسانو سربېره سلګونه مال وړونکي ګاډي ځي راځي.

XS
SM
MD
LG