تورخم کې لسګونه کارکوونکي تر کمر نړېدو وروسته د ژغورنې عملیات کوي
د خیبر ضلعې د تورخم په غره کې د کمر نړېدو تر پېښې وروسته د ژغورنې او مرستو عملیات پر درېیمه ورځ هم روان ول. د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ضلعي چارواکي اشفاق خان د اپرېل پر ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي دي چې تر اوسه یې پینځه لاندې شوي مړي ایستلي دي. د چارواکو په خبره، د اپرېل پر ۱۸مه پیشلمي مهال د کمر نړېدو په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او اته ژوبل دي. د پېښې ښکار شوي زیاتره کسان افغان ډرېوران او د هغوی مرستیالان دي. پاکستانیو چارواکو د هغو کسانو د کورنیو غړو ته بې له پاسپورټ او ویزې تورخم ته اوښتو اجازه ورکړې ده. د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي، زوی، وراره، یو خپلوان او ملګری یې تر خاورو لاندې شوي دي. چارواکي وايي، لسګونه کسان د مشینونو په مرسته د مړو ایستلو هڅه کوي. ویډیويي رپورټ.