د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په صبریو کې یو شمېر ښوونځي خپلې ودانۍ نه لري


د صبریو په ښوونځي زده کونکي د کرایې په کوټه کې زدکړې کوي ـ د جون لومړۍ انځور.
د صبریو په ښوونځي زده کونکي د کرایې په کوټه کې زدکړې کوي ـ د جون لومړۍ انځور.

د افغانستان د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اوسیدونکي او زده کونکي وایي، ښوونځي يې ودانۍ نه لري او دا مهال په څو کرایه کړیو کوټو کې زده کړې کوي.

دوی وایي، د لیونخېلو په هغه ښوونځي کې تر ۱۲مه صنفونه دي خو د ودانۍ د نيشتوالي له امله ورته نیم زده کوونکي سهار مهال او نیم هغه یې تر ماسپښین وروسته زدکړو ته ورځي.

د صبریو لیونخېلو سیمه له خوست ښاره شاوخوا ۴۵ کیلوميټره لېرې ده او په تېرو دوه لسیزو کې سختو جګړو او ناامنیو ځپلې ده.

د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ په ټولو ۴۰ حکومتي او شپږو خصوصي ښوونځیو کې۲۲،۰۰۰ زده کوونکي دي . په هغوی کې ۱،۷۰۰ نجونې هم دي.

د هغو ولسوالیو ۲۵ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې ۱۵ یې نه لري.

د عارف او عطاالله په نومونو د هغه ښوونځي زده کونکي وایي، پر ودانۍ سربیره د استادانو او کتابونو له کمښت سره هم مخ دي. "د مکتب ستونزي مو دادي چې د ښوونځي لپاره ځای نه لرو، ټول زده کوونکي سهار نه ځايېدل نو ماسپښین ته مو واړول، کتابونه او معلمان مو هم کم دي."

د صبريو زده کوونکي وايي چې ښوونکي او کتابونه يې هم کم دي.
د صبريو زده کوونکي وايي چې ښوونکي او کتابونه يې هم کم دي.

د صبریو د لیونخېلو قومي مشران له اړوندو ادارو او د پوهنې په برخه کې له مرستندویه بنسټونو د هغه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو غوښتنه کوي.

قومي مشر ملک ولي خان وايي، "د زده کوونکو تعداد ډېر دی، د خلکو پوهنې لوري ته پاملرنه هم ډېره شوې ده، خو زموږ د ښوونځي ودانۍ ته ډېره زیاته اړتیا ده."

د زده کوونکو په شان د صبریو د لیونخېلو لیسې ښوونکي هم له ګڼو ستونزو شکایت کوي.

د یادې لیسې دوه ښوونکي خاکسار لیونخېل او عبدالله قریشي وايي، ښوونکي له لیرې ځایونو هلته ورځي او تنخاوې یې هم کمي دي.

دوی د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې د ورکشاپونو پر اړتیا هم ټينګار کوي او وايي، ډیری ښوونکي مسلکي او پوهنتوني کسان نه دي او په کار ده چې د هغو مضمونونو په برخه کې ورته ورکشاپونه جوړ شي، چې هغوی يې زده کوونکو ته تدریسوي.

بل خوا د طالبانو حکومت د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د لیونخېلو ښوونځي او لېسې د ودانۍ د نه شتون ستونزه یې په کابل کې د پوهنې وزارت او له همکارو موسسو سره شریکه کړې ده.

د خوست د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر سید کبیر سنګین مشال راډیو ته وویل، د لېسې لپاره یې د دوه نورو ښوونکو په اړه هم ریاست ته ویلي دي.

هغه زیاته کړه، "د رارسېدلو کتابونو په اول پړاو کې یادې لیسې ته خپله ونډه ورکړل شوې او په نېږدې راتلونکې کې به دویم او درېيم پړاو کتابونه هم راورسېږي او هر ښوونځي ته به د پلان او سهم مطابق ورکړل شي."

د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د پوهنې امریت د مسوولانو په وينا، هغوی یو نیم لک ټوکه تدریسي کتابونو ته اړتیا لري، چې له دې جملې ۴۴ زره کتابونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG