د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې یو بل تن په هدفي برید کې وژل شوی


د پاکستان پوځ په شمالي‌ وزیرستان کې موجود دی او ادعا کوي‌ چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده. (انځور: ارشیف)
د پاکستان پوځ په شمالي‌ وزیرستان کې موجود دی او ادعا کوي‌ چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده. (انځور: ارشیف)

د شمالي وزیرستان په میرلي کې مخپټو وسله والو یو بل ځايي تن په هدفي برید کې په ډزو وژلی دی.

د میرلي تاڼې له خوا له مشال راډیو سره د شریک کړو معلوماتو له مخې، دا کس حبیب خان نومېږي چې د جون پر ۲۶مه په میرلي بازار کې وژل شوی دی.

پولیس وايي وسله وال پر موټر سایکل سپاره وو او تر برید کولو وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. پولیسو د نامعلو کسانو خلاف پرضد مقدمه درج کړې ده.

د مشال راډیو له ساتلیو معلوماتو سره سم، له دې تازه پېښې سره په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۳م کال له پیله تر اوسه د هدفي بریدونو شمېر ۲۱ ته پورته شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په زیاتره قبایلي ضلعو کې له ډېرې مودې راهسې د بدامنۍ پېښې روانې دي چې زیاتره یې په شمالي وزیرستان کې رامنځ ته کېږي.

په دې بریدونو کې د ځايي قبایلي مشرانو، د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکو او سیاستوالو تر څنګ پولیس او د پوځ عسکر هم په نښه کېږي.

د جون پر ۲۰مه هم په شمالي وزیرستان کېپه دوو جلا جلا پېښو کې دوه پوځيان وژل شوي او د ضلعې ډپټي کمېشنر پر کور راکټي برید کې یو تن ژوبل شوی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي وو چې د شمالي وزيرستان په سپينوام کې دوه پوځي سرتيري د سړک غاړې په ماين چاودنه کې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د جون پر شپږمه په شمالي وزیرستان کې په وسلوال برید کې یو قبایلي مشر او د اېپي فقیر ځایناستی حاجي شېر محمد او د هغه یو ملګری وژل شوي ول.

په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۶ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۶۰ زیات مشران، مدني او سیاسي فعالان، ځوانان، دیني عالمان، امنیتي سرتېري، سرکاري چارواکي او د ښځو په ګډون نور ولسي وګړي وژل شوي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ، ځايي‌ سیاسي اتحادیو او عام ولس په وار وار د دې بدامنۍ پرضد احتجاجونه، لاریونه او پرلتونه وهلي خو د ناامنۍ لړۍ بیا هم روانه ده.

احتجاج کوونکو تل تور پورې کړی دی چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو نه یوازې پر دې حالاتو سترګې پټې کړې دي بلکې د دوی په وینا، د وسله والو ملګري دي.

خو حکومتي‌ او امنیتي‌ چارواکو داسې تورونه تل په کلکه رد کړي او دریځ لري چې دوی بې توپیره د وسله والو په نښه کولو ته دوام ورکړی او حالاتو یې په واک کې دي.

XS
SM
MD
LG