د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د هند او امریکا پر شریک بیان د امریکا مرستیال سفیر ورغوښتی


د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویانده ممتاز زهرا بلوڅه. (انځور: ارشیف)
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویانده ممتاز زهرا بلوڅه. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا د سفارت مرستیال یې د هند او امریکا پر هغو څرګندونو احضار کړی دی چې د دوی په وینا ناسمې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د جون پر ۲۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې امریکايي چارواکي ته یې خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دې امریکايي‌ چارواکي‌ ته ویلي شوي چې "امریکا باید د داسې بیانونو له ورکولو ډډه وکړي چې د پاکستان ضد د هند بې اساسه پروفاګنډې ته وده ورکوي."

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د امریکايي‌ چارواکي په وړاندې پر دې خبره هم ټینګار شوی چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د ترهګرۍ ضد همکاري ښه شوې ده او د دې د لا ښه کولو لپاره د باور او همغږۍ فضا ضروري ده.

دا له هغه وروسته ده چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي په رسمۍڅلور ورځني سفر امریکا ته ولاړ. له ۲۰۱۴ م کال راهیسې چې مودي د هند د وزیراعظم په توګه دنده پیل کړې، دا یې امریکا ته پنځم ځل سفر دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هند وزیراعظم نریندرا مودي د جون پر ۲۲مه په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل او له هغې وروسته په خپره شوې شریکه اعلامیه کې پر دې ټینګار شوی چې له پاکستانه باید دا ډاډ ترلاسه کړل شي چې خاوره یې د افراطي بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

په بیان کې راغلي وو چې دې مشرانو د پولې له هغې خوا د ترهګرۍ او ترهګرو لاسپوڅو کارول په سخته غندلي دي.

بیان لیکي چې امریکا او هند د ترهګرۍ پر ضد یوه خوله دي، په ښکاره او هره بڼه کې د ترهګرۍ او له تشدده ډکې سخت دریځۍ غندنه کوي.

بیان زیاته کړې وه چې ولسمشر جوبایډن او وزیراعظم نریندر مودي هغه غوښتنه بیا تکرار کړې چې د القاعده، داعش، لشکر طیبه، جېش محمد او حزب المجاهدین په ګډون دې د ټولو هغو ډلو پرضد کوټلي ګامونه پورته شي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په لېسټ کې اچول شوي دي.

امریکې او هند له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاوره دې د ترهګرو خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه هم د هند او امریکا د مشرتابه لخوا په ګډه اعلامیه کې پر شویو څرګندونو غبرګون ښکاره کړی وو او ویلي یې ول چې له هغوی شوې غوښتنې حیرانوونکي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي وو چې د هند او امریکا هغه ''بیان غیر ضروري، یو اړخیز او ګمراه کوونکی دی.''

د امریکا او هند لخوا ګډ بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د پیسو د نړیوال مالياتي صندوق (ايي اېم اېف) د پور پروګرام بحالۍ ته لېواله دی.

هند له کلونو راهېسې پر پاکستان تور پورې کوي چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د موظفو هندي عسکرو پر ضد د جنګېدو لپاره د وسله والو ډلو مرسته کوي خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او وايي چې یوازې د خپلواکۍ غوښتونکیو کشمیریانو سفارتي او اخلاقي مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG