د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني وايي، د قانوني نظام جوړولو لپاره مرستې ته تیار دی


د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان د تېر جمهوري نظام ولسمشر اشرف غني نه یوازې په هیواد کې د مشروع او قانوني نظام پر جوړولو ټینګار کړی بلکې دا یې هم ویلي چې په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی.

اشرف غني‌ دا څرګندونې د جون پر ۲۶مه د لوی اختر په اړه په خپاره کړي د مبارکۍ پېغام کې کړې دي.

نوموړي طالبان په سیاسي ناتوانۍ تورن کړي او ویلي یې دي چې د اوسنۍ کشالې حل د طالبانو او نورو سیاستوالو له وسه پورته دی.

اشرف غني ویلي، ځان ته له څه غوښتلو پرته تیار دی چې په خپلو نظریاتو د دې لارې د نقشې په جوړولو او بریالي کولو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، "موږ باید اوس ټوله هڅه د دې لپاره وکړو چې مشروع نظام ژر جوړ او قانونیت تامین شي، چې له موږ سره د ولس پاتې امانت وروسپارل شي."

د ده په وینا،‌ دې هدف ته د رسېدو لپاره یوې درېیمې لارې ته اړتیا ده او دی د هیواد له خیره پرته ځان ته بل څه نه غواړي.

محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ له کابله ووت، چې ورسره طالبانو ارګ ونیوه او رسماً د افغانستان شل کلن جمهوري نظام ړنګ او پر ځای یې یو وار بیا طالبان واکمن شول.
محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ له کابله ووت، چې ورسره طالبانو ارګ ونیوه او رسماً د افغانستان شل کلن جمهوري نظام ړنګ او پر ځای یې یو وار بیا طالبان واکمن شول.

طالبانو د مخکېني ولسمشر د وړاندیز په تړاو څه تبصره نه‌ده کړې، خو مخکې یې ټينګار کړی چې د دوی نظام ټول‌ګډونه او قانوني دی.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه په زور پر افغانستان واکمن شوي وو او له هغه راهسې یې تر اوسه حکومت د نړۍ هیڅ یوه هیواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د دې لامل د افغان ښځو او نجونو په ګډون د بشري او نورو ټولنیزو حقونو په برخه کې د طالبانو سختدریځۍ یادېږي. خو طالبان بیا وايي، چې دوی په هېواد کې امنیت راوستی او فساد یې له منځه وړی دی.

د تېر نظام یو شمېر لوړپوړي چارواکي، یو شمېر عام خلک او د غني منتقدان د جمهوري نظام د ړنګېدو پړه پر اشرف غني اچوي خو هغه بیا په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې طالبانو واک قبضه کړ، خو مشروعیت ته ونه رسېدل.

غني ویلي، سره له دې چې طالبانو یو څه کراري راوسته، خو د ده په خبره تاوتریخوالی یې ونه دراوه. هغه طالبان په غچ اخیستنې تورن کړي او ویلي یې دي چې د دې غچ اخیستنې بیه افغانان، ښځې او نارینه ورکوي.

اشرف غني ویلي چې په جمهوریت کې هڅه وه، چې افغانستان د اسیا په متحرک زړه بدل شي، خو د ده په خبره د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو.

غني ویلي، په جمهوریت کې هڅه وه، چې افغانستان د اسیا په متحرک زړه بدل شي، خو د ده په خبره د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو.
غني ویلي، په جمهوریت کې هڅه وه، چې افغانستان د اسیا په متحرک زړه بدل شي، خو د ده په خبره د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو.

نوموړي‌ زیاته کړې چې طالبان د روان بحران پر وړاندې بشري، مالي او تخنیکي امکانات نه‌ لري.

د طالبانو په بیا واکمنېدو افغانستان چې وار له مخه له اقتصادي او سیاسي کړکېچونو سره مخ وو له یوه لوی بشري بحران سره مخ شو. د لوږو او اړمنو خلکو شمېر پکې ۲۹ میلیونو کسانو ته لوړ شوی دی.

دغه راز د نړیوالو مرستې له افغانستان سره بندې شوې او یوازې یوه لږه اندازه پیسې د بشري مرستو په نوم افغانستان ته رسیږي چې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه موسسو پروژې پرې مخته لاړې شي.

رپورټ: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG