د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې وسلوالو د هندوانو پر کلي برید کړی دی


په سیند کې زیاتره هندوان په کلیوالو سیمو کې اوسي - پخوانی انځور.
په سیند کې زیاتره هندوان په کلیوالو سیمو کې اوسي - پخوانی انځور.

د سیند صوبې په کشمور کې د "کچې غلو" په نوم یوې ډلې د هندوانو پر یو کلي او ظاهراً عبادتځي برید کړی دی.

د سیمې یوشمېر اوسېدونکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جولای پر ۱۶مه هغه وسلوال د هندوانو د کندکوټ په ګاهي کلي ورغلل او ورباندې یې ډزې وکړې او یو راکټ یې هم وکاراوه.

دوی وايي، وسلوالو تر یوشمېر ساعتونو پورې د هندوانو پر کورونو او عبادتځي ډزې وکړې او مندر یې زیانمن کړ.

د کشمور د کندکوټ د پولیسو مشر عرفان علي سمو د جولای پر ۱۶مه مشال راډيو ته د هندوانو پر کلي حمله تایید کړه، البته وايي چې پلټنې کوي چې برید چا کړی دی. دی وايي، وسلوالو پر کورونو او پر هغه ځای ډزې کړې دي چې پکې هندوان د ښادۍ او نورې غونډې جوړوي او هغه مندر نه دی.

د سمو په خبره، په حمله کې هېڅ ودانۍ ته زیان نه دی رسېدلی ځکه چې د راکټ مرمۍ و نه چاودېده. "تر هغو چې دا خبره ده چې غلو برید کړی دی نو په اړه یې د پولیسو پلټنې روانې دي. په حمله کې هندوانو یا د هغوی کومې ودانۍ ته هېڅ زیان نه دی اوښتی. په هغه کلي کې د خلکو خپلې شخړې او دښمنۍ هم شته. موږ د هغې په اړه هم پلټنې کوو خو په دې کې هېڅ شک نشته چې هندوان له ډېر وخت راهیسې له ناامنۍ سره مخامخ دي."

عرفان سمو دعوه وکړه چې د کچې غلو پرضد "لوی عملیات" روان دي او که هغوی پر کلي په برید کې ککړ وي، نو ژر به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

په کشمور کې دا پېښه تر هغې وروسته شوې ده چې له سینده د سیما جکرانۍ په نوم د یوې مسلمانې ښځې په هند کې پر یوه هندو سړي د مینېدو، هلته د ورتګ او د دین تر بدلولو وروسته یې ورسره د واده کولو خبر خپور شو.

سیما جکرانۍ د سیند اوسېدونکې او د څلورو بچیو مور ده. هند ته د هغې د تګ خبر تر راتګ وروسته پر ټولنیزو شبکو د کچې د غلو ویډیو خپره شوه چې پکې هغوی د سیند له هندوانو غوښتي دي چې هغه ښځه دې پاکستان ته وروغواړي که نه نو له هغوی به یې غچ واخلي. تر دې وروسته پولیسو ویلي ول چې په سیند کې یې د هندوانو او د هغوی د عبادتځایونو د امنیت لپاره لا زیات اقدامات کړي دي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په کشمور او ګوټکي کې د امنیت خرابېدو پر رپورټونو اندېښنه ښوولې ده.کمېشن د جولای پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې په هغو سیمو کې یې د هندوو ښځو او ماشومانو په ګډون د شاوخوا ۳۰ کسانو د یرغملېدو خبرونه ترلاسه کړي دي.کمېشن د سیند د کورنیو چارو له وزارته غوښتي چې بې له ځنډه دې د پېښو پلټنې وکړي.

د کمېشن د سیند څانګې مشر اسد اقبال بټ مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د هندوانو د امنیت لپاره کوټلي اقدامات وکړي. "ګواښونه کول او چا ته هم په خپله خوښه د ژوند تېرولو اجازه نه ورکول د قانون ضد عمل دی. د یو هېواد قانون هم چا ته د دې اجازه نه ورکوي. په سیند کې چې څه روان دي، ښه نه دي. موږ د هندوانو پر ځایونو د بریدونو ګواښونه، هندوو نجونو ته ګواښونه نه یوازې غندو بلکې د سیند له حکومته غوښتنه کوو چې د هغو غلو او مذهبي ډلو په اړه دې قانون عملي کړي."

د کشمور د کندکوټ تر پېښې وروسته په سیمه کې هندوان د خپل امنیت په اړه د اندېښنو او وېرې ښکار دي. له هغوی څخه یې ځینو مشال راډيو ته وویل چې یوشمېر هندوانو د وېرې له کبله خپل کورونه پرېښي او نورو سیمو ته تللي دي. د کندکوټ یوې اوسېدونکې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې په سیند کې حالات ورځ تر بلې خرابېږي او دوی د خپلو ماشومانو او کورنیو په اړه اندېښمن دي.

موږ د سیمې د اوسېدونکو اندېښنو او د امنیت وضعیت په اړه د سیند د اطلاعاتي چارو له وزیر شرجیل انعام مېمن او نورو وزیرانو سره رابطې وکړې خو ورسره په خبرو و نه توانېدو. البته مېمن د جولای پر ۱۴مه مشال راډيو ته په استولي پیغام کې ویلي ول چې په سیند کې د ټولو لږکیو امنیت ته ژمن دی او هېچا ته د هغوی د ځورولو او ګواښلو اجازه نه ورکوي. له دې پرته د سیند پولیسو هم په بیا بیا دعوه کړې ده چې د کچې د غلو د ویډیو تر خپرېدو وروسته یې د هندوانو د امنیت لپاره اقدامات کړي دي او د هغوی د عبادتځایونو د پهرې لپاره یې د سرتېرو شمېر ورزیات کړی دی.

د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې په هغه هېواد کې تر ۳۵ لکه ۹۵ زره زيات هندوان اوسي چې له دې جملې څخه یې څه باندې ۳۳ لکه په سيند صوبه کې ژوند کوي. د سیند هندوان له یوشمېر کلونو راهیسې شکایت کوي چې نجونه یې تر تښتونی وروسته په زور دین بدلولو ته مجبورېږي.

XS
SM
MD
LG