د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ولس وایي دا ځل له ناامنۍ کډې نه بلکې پر ضد یې غږ پورته کوي


د جولای پر اوومه د خیبر خلک د بدامنۍ پر ضد په پرلت کې ناست دي.
د جولای پر اوومه د خیبر خلک د بدامنۍ پر ضد په پرلت کې ناست دي.

په قبایلي ضلع خیبر کې د بدامنۍ پرلپسې پېښو که څه هم ولسي وګړي اندېښمن کړي خو ځای خلک وایي دا ځل د ناامنۍ له وجې کورونه نه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون (د جولای پر ۲۰مه) د خیبر په باړه کې دوو ځانمرګو بریدونو پولیسو ته مرکژوبله واوړوله.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۸زکال کې په خیبر او همدا راز په نورو قبایلي ضلعو کې په بېلا بېلو وختونو کې پوځي عملیات کړي ول چې له وجې میلیونونه خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال د لکونو خلکو کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.

د باړې یو سیاسي مشر حلیم ګل اپریدي د جولای پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، تېرې ناامنۍ او کډوالۍ ځپلی او په هیڅ صورت بیا د سیمې پرېښودو ته تیار نه دي.

''چاودنې او ډزې مو نه شي وېرولی، پکار ده چې پوځ د دې مخنیوی وکړي ځکه هغوی (پوځ) زمونږ د تحفظ ذمه وار دی. د جدیدې وسلې او ټیکنالوژۍ ورسره هیڅ کمې نشته او موږ همدا پوښتنه کوو چې دوی ولې حالات نشي کنټرولولی؟ موږ دا نه منو چې دوی(پوځ) یې مخه نشي نیولی''

حلیم ګل اپریدي زیاته کړه چې د جولای پر ۲۵مه د امن لپاره لاریون کوي چې د نارینه وو ترڅنګ، ښځې او ماشومان به هم پکې برخه اخلي.

د خیبر ضلعې په ګډون د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې مخکې هم د بدامنۍ زیاتیدو په غبرګون کې سیاستوالو، فعالانو او ځايي مشرانو په وار وار لاریونونه او احتجانونه کړي او له حکومته يې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د سیمې بل استوګن عادل اپریدی وایي، د ناامنۍ په پخوانی څپه کې یې د کډوالۍ تاوانونه لیدلي ''په تیره بدامنۍ کې مو وینه توې شوه. سکول، کور او حجره، هر څه مو ویجاړ شول خو دا وار به مسلسل غږ پورته کوو او د امن غوښتنه به کوو.''

د سیمې سیاستوال او فعال خان ولي اپریدی وایي د د سیاست له ډګره یې د بداامنۍ د مخنیوي لپاره غږ مخکې هم اوچت کړی او بیا به یې هم اوچتوي: ''مونږ بیا بیا دا غوښتنې کولې چې په وخت دې د دې حالاتو مخنیوې وکړل شي خو د بده مرغه چا ورته پام و نه کړ او نن یو بیا حالات ډير خراب دي خو د امن لپاره به زمونږ هلې ځلې جاري وي.''

بلخوا د خیبر ضلع پولیسو مشر سلیم خان کلاچي د جولای پر ۲۰ نیټه مشال راډیو ته وویل چې د وسلوالو سره مبارزې ته چمتو دي. هغه وویل ''وسلوالو ډلو ته یو ځل بیا ځایونو جوړولو موقع نه ورکوو.''

په خیبر ضلع کې له ۲۰۰۸ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې پوځ د صراط مستقیم، خیبر ون، خیبر ټو، خیبر فور او نور پوځي عملیات کړي. تر هغې وروسته پوځ ادعا کړې چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې خو په ورستیو کې هلته بیا د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د پاکستان پوځ دریځ لري چې د ناامنۍ مخنيوي لپاره د وسلوالو پرضد هدفي عمليات کوي. د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG