د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند: د وسلوالو موجودګۍ کې راڼه انتخابات ممکن نه دي


 هوتي وايي، په قبايلي ضلعو کې په لوی لاس د ناامنۍ پيدا کولو لپاره وسلوالو ته د بیا مېشتېدو موقع برابره کړل شوې ده: انځور د جولای ۲۵مه، کال ۲۰۲۳
هوتي وايي، په قبايلي ضلعو کې په لوی لاس د ناامنۍ پيدا کولو لپاره وسلوالو ته د بیا مېشتېدو موقع برابره کړل شوې ده: انځور د جولای ۲۵مه، کال ۲۰۲۳

عوامي نیشنل ګوند د اندېښنو په ښوولو سره ادعا کړې چې په خیبر پښتونخوا کې وسلوال ځای پر ځای کړل شوي چې له کبله به یې راتلونکې عامې ټاکنې شفافې نه وي.

د دې ګوند يو مخکښ او د خیبر پښتونخوا پخواني وزيراعلی امير حيدر خان هوتي د جولای پر ۲۵مه په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې په قبايلي ضلعو کې په لوی لاس د ناامنۍ پيدا کولو لپاره وسلوالو ته د بیا مېشتېدو موقع برابره کړل شوه.

د هغه په خبره، که انتخابات په خپل وخت يعني د اکتوبر يا نومبر په مياشت کې وشي نو بیا به هم د دغو وسلوالو له لارې ځيني ګوندونه په نښه او مخه به یې ونيول شي. "په دې حالاتو کې به ټاکنې څنګه کيږي چې وسلوالو ته یې بيا د مېشتېدو موقعې برابرې کړي. ترهګرو ته یې سهولتونه برابر کړل. په داسې حالاتو کې که انتخاب وشي نو ایا د ټولو سياسي ګوندونو لپاره به يو شان چاپيريال وي؟ فکر کوم ټول پر دې متفق دي چې وسلوال بیا اباد کړل شوي دي خو پر دې هېڅوک خبره نه کوي چې د دې کار ذمه وار څوک دي؟"

هوتي دا ونه ويل چې دا وسلوال چا ځای پر ځای کړي دي؟ خو عوامي نیشنل ګوند په تېرو وختونو کې د دې کار تور د پاکستان پر پوځي ایسټبلیشمينټ لګولی خو پوځ همېشه په سیاست کې ګوتې وهل او د وسلوالو ملاتړ رد کړی دی. عوامي نیشنل ګوند پر تېر تحريک انصاف حکومت هم تور پورې کړی چې د تحريک طالبان پاکستان سره یې د مذاکراتو په کولو سره دغه ترهګره ګرځول شوې ډله لا نوره قوي کړه نو ځکه یې د دغه ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان په خلاف په عدالت کې مقدمه کړې ده.

پخواني وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ويلي چې هغه د جګړې له لارې نه بلکې د خبرو اترو له لارې د ترهګرۍ ختمول غوښتل. د عوامي نیشنل ګوند د خیبرپښتونخوا صوبايي مشر اېمل ولي خان د پاکستان جاسوسي ادارې، ای اېس ای پر پخواني مشر جنرال فېض حميد هم تور پورې کړی چې د تحريک انصاف د ګټې لپاره یې د نورو ګوندونو مخه نيولې وه. نوموړي په دې اړه څه نه دي ويلي خو پوځ هميشه وايي چې په سياست کې ګوتې نه وهي.

څيړونکي عبدالشکور د جولای پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې تېرو کلونو کې د انتخاباتو د کمپاين په وخت د عوامي نیشنل ګوند پر مشرانو ګڼې خونړۍ حملې شوې وي. د هغه په وينا همدا وجه ده چې دغه ګوند اندېښمن دی چې هسې نه بیا هغسې حالات جوړ شي.

په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ز کلونو کې د انتخاباتي کیمپېن پر وخت د عوامي نیشنل ګوند پر ګڼو کاندیدانو بریدونه شوي ول. په هغو حملو کې د ګوند ګڼ مشران وژل شوي چې بشير بلور او د هغه زوی هارون بلور هم پکې شامل دي. د ځينو دغو حملو ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

په وروستيو کې د هارون بلور مېرمن او د عوامي نیشنل ګوند وياندې ثمر بلور هم ويلي وو چې نامعلومو وسلوالو ورته د ليږلو خطونو له لارې ګواښونه کړي دي. د خیبر پښتونخوا پولیسو ويلي چې د ټولو سياستوالو د ژوند خوندي کولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG