د لاسرسي ځای

تازه خبر

سور صلیب په افغانستان کې تر ۲۵ زیاتو دولتي روغتونونو ملاتړ درولی


 په کابل کې د سور صلیب روغتون یوه څنډه: انځور له ارشیفه
په کابل کې د سور صلیب روغتون یوه څنډه: انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله یې په یاد هیواد کې له ۲۵ نه د زیاتو دولتي روغتونونو ملاتړ درولی دی.

د سره صلیب نړیواله کمېټه د هغه څه له کبله چې ظاهراً اقتصادي ستونزې ګڼل کېږي، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د محدودولو خبره کوي.

ځینو سرچینو له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې وروسته له هغې په افغانستان کې له ګڼو روغتونونو سره د دارو درملو او نورې مرستې ودرولې، چې طالب چارواکو له خپلې لارې د دغو مرستو د رسولو سپارښتنه وکړه.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، سره له دې چې ګڼو ادارو خپل فعالیتونه ودرول، خو دوی د خلکو د فوري غوښتنو د پوره کولو لپاره خپلې مشخصې مرستې د افغانستان روغتونو سره روانې وساتلې.

د کندهار میرویس روغتون. سور صلیب د دې روغتون ملاتړ کوي.
د کندهار میرویس روغتون. سور صلیب د دې روغتون ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د دې ادارې ویاند پروېز احمد فیضي مشال راډیو ته وویل، د دوی دغه مرستې لنډمهاله وې.

هغه وویل: "هېڅکله نه وه ټاکل شوې چې دغه مرستې به اوږدمهاله وي، ځکه د خلکو د فوري اړتیاوو پوره کولو لپاره وې. د سره صلیب اصلي هدف دا وو چې چارواکو ته اجازه ورکړي تر څو ځانونه تنظیم او خپل مسوولیتونه پر غاړه واخلي. هغو مالي ستونزو ته په پام چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په ټوله نړۍ کې ورسره مخامخه ده، د ټولو صحي خدماتو د مسوولیتونو لېږدول یې د افغانستان روغتیا وزارت ته واضح کړي دي. موږ بیا هم په بېلابېلو برخو له دې جملې د زندانونو، د فزیکي توانمندۍ، اوبو، اقتصادي خوندیتوب، حفظ الصحې، اضطراري غبرګون او نورو برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوو."


د کندهار د روغتیا ریاست ویاند ډاکتر عبدالمنان کاکړ مشال راډیو ته ویلي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له څه باندې درو میاشتو راهیسې د کندهار د میرویس روغتون په ګډون له هغو ۲۵ نه د زیاتو روغتونونو سره چې دوی یې ملاتړ کاوه د درملو او نورو توکیو مرسته بنده کړې ده.

د سره صلیب د مرستو بندېدو، په میرویس حوزوي روغتون کې هغو ناروغانو ته ستونزې پېښې کړي، چې د کندهار تر څنګ له څنګلوریو ولایتونو ورته راځي.

یو تن وویل: "سید ګل یم له هلمنده مې دلته ناروغان راوستلي دي. د درملو او خوړو تابیا نه شته. دا هرڅه په خپلو شخصي پیسو رانیسو. داسې پایوازان هم راسته شته چې د خپلې ډوډۍ پیسې هم نه لري."

د طالبانو حکومت لا په دې اړه څرګندونې نه دي کړي، خو پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته پر نړیوالو مرستندویو ادارو فشارونه زیات شوي دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار منع اعلان شو.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به ۱۷ ملیونه او شپږلکه وګړي چې ۵۳ فیصده یې ماشومان دي، روغتیايي مرستو ته اړ وي.

XS
SM
MD
LG