د هند او پاکستان ترمنځ دا لوبه د سري لنکا د پالیکېلې په میدان کې د پاکستان له وخت سره سم ماسپښین دوه نیمې بجې پیلېږي.
خو د موسم په اړه معلومات ورکوونکو ادارو وړاندوینه کړې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ په دې ۵۰ اووریزه لوبه کې ښايي باران وشي. زیاتره ادارو ښودلې چې په دې ورځ به هلته د باران ۹۰ فیصده امکان دی.
دا به د اګست پر ۳۰مه پیل شوي د ۲۰۲۳م کال د اسیا کپ درېمه لوبه وي. په لومړۍ لوبه کې پاکستان نیپال ته ماته ورکړې وه او په دویمه لوبه کې بنګله دېش له سري لنکا ماتې خوړلې وه.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سېپټمبر په درېیمه د پاکستان په لاهور کې د بنګلادېش پر وړاندې کوي.
سږ کال د کرکټ په اسيا جام کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په دوو ډلو وېشل شوې دي. په یوه ډله کې پاکستان، هند او نيپال او په بله کې افغانستان، بنګلادېش او سري لنکا شامل دي.
له هرې ډلې به دوې لوبډلې دويم پړاو ته لاره پيدا کوي چې د سېپټېمبر پر شپږمه پېلېږي. د اسيا جام پايلوبه به د سېپټېمبر پر ۱۷مه کېږي.
تېر کال (۲۰۲۲ز) د اسيا جام ۲۰ اووره سياليو په پايلوبه کې سري لنکا پاکستان ته ماتې ورکړې وه.