د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سرشمېرنې ضد لاریون کړی دی


پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سرشمېرنې ضد لاریون کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوشمېر مخکښه مشرانو او لسګونه غړو او پلویانو د سېپټېمبر پر نهمه په کوټه کې د وروستۍ برېښنايي (ډېجېټل) سرشمېرنې او ګرانۍ پرضد لاریون او مظاهره کړې ده. هغه ګوند دریځ لري چې په برېښنايي سرشمېرنه کې په بلوچستان کې د پښتنو ابادي کمه ښوول شوې ده نو پخوانۍ مردم شماري دې پر ځای وساتل شي. تر دې مخکې هغه ګوند په چمن او پښین کې هم د سرشمېرنې د پایلو ضد مظاهرې کړې دي. خو د پاکستان د شماریاتو اداره وايي چې په برېښنايي سرشمېرنه کې یې خلک د هغوی د دایمي پتې پر ځای د خپل اوسني استوګنځي پر اساس شمارلي دي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG