د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شماریاتو اداره: د پاکستان ابادي تر ۲۰۵۰ز کال پورې دوه چنده کېدای شي


په کوټه کې ګڼ خلک په بازار کې د شیانو اخیستو لپاره ورغونډ شوي دي - پخوانی انځور.
په کوټه کې ګڼ خلک په بازار کې د شیانو اخیستو لپاره ورغونډ شوي دي - پخوانی انځور.

د پاکستان د شماریاتو ادارې د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري (ډېجېټل) سرشمېرنې راپور خپور کړی دی چې له مخکې یې د هغه هېواد ټوله ابادي ۲۴۱.۹ مېلیونه (۲۴ کروړه څه باندې ۹۰ لکه) ده چې ورڅخه یې ۵۱.۵ سلنه سړي او ۴۸.۵ فیصده ښځې دي.

دا په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې اوومه او د هېواد په تاریخ کې لومړۍ برېښنايي (ډېجیټل) مردم شماري وه چې د ۲۰۲۳ز کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۲۲مې پورې روانه وه.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ز کال کې سرشمېرنه شوې وه چې پکې د پاکستان نفوس ۲۰۸ مېلیونه ښوول شوی وو او د ۱۹۹۸ز کال په سرشمېرنه کې د پاکستان ابادي ۱۳۲ مېلیونه وه.

د پاکستان د ګډو ګټو شورا (مشترکه مفادات کونسل) د ۲۰۲۳ز کال د اګست په پیل کې په "یوه خوله" د اوومې سرشمېرنې نتیجې تایید کړې او هغه مهال یې د هېواد ټوله ابادي ۲۴۱.۴۹ مېلیونه یاده کړې وه.

د شماریاتو ادارې د جولای پر ۱۸مه راپور خپور کړ چې پکې راغلي چې د پاکستان ابادي د زیاتېدو کچ شاوخوا ۲.۵۵ سلنه دی چې دا خورا چټک رفتار دی.

ادارې اټکل کړی دی په دې رفتار د پاکستان ابادي په ۲۰۵۰ز کال کې دوه چنده کېدای شي.

د بلوچستان په کوهلو کې د شماریاتو ادارې یو چارواکی پر اوښ سپور دی او یو کلي ته روان دی چې د کورنیو د غړو شمېر ثبت کړي - د ۲۰۲۳ز کال د مارچ ۲۳مې انځور.
د بلوچستان په کوهلو کې د شماریاتو ادارې یو چارواکی پر اوښ سپور دی او یو کلي ته روان دی چې د کورنیو د غړو شمېر ثبت کړي - د ۲۰۲۳ز کال د مارچ ۲۳مې انځور.

د سرشمېرنې د راپور مهمې برخې:

  • په پاکستان کې ۸.۷ مېلیونه (۸۷ لکه) مذهبي لږکي اوسي چې پکې هندوان، عیسویان، سېکان، احمدیان او د نورو ادیانو منونکي شامل دي.
  • د پاکستان ۶۱ سلنه نفوس په کلیو او ۳۹ فیصده یې په ښارونو کې اوسي.
  • د ابادۍ له پلوه کراچۍ تر ټولو لوی ښار دی چې پکې ۲۰ مېلیونه وګړي اوسي، ورپسې د لاهور ابادي ۱۳ مېلیونه ده.
  • د پېښور ابادي څه باندې ۴۷ لکه او د کوټې شاوخوا ۲۶ لکه ده.
  • په هېواد کې د لیک لوست (سواد یا خواندګۍ) کچ ۶۱ سلنه دی چې ورڅخه یې ۶۸ فیصده سړي او نورې ښځې دي.
  • په پلازمېنه اسلام اباد کې د لیک لوست کچه ۸۴ فیصده ده چې د ټول هېواد پر سطح تر ټولو زیاته ده.
  • په پنجاب کې د لیک لوست کچ ۶۶ فیصده، په سیند کې ۵۸، په خیبر پښتونخوا کې ۵۱ او په بلوچستان کې ۴۲ فیصده ده.
  • په پاکستان کې اوسط ۳۶ فیصده ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې ورڅخه یې تر ټولو لویه فیصدي په بلوچستان (۵۸ سلنه) کې ده. بیا ورپسې په سیند کې (۴۶ سلنه)، په خیبر پښتونخوا کې ۳۷ او په پنجاب کې ۲۷ فیصده ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.
  • په پاکستان کې ۵۲ سلنه وګړي د کورنیو اړتیاوو لپاره لرګي او نور شیان سوځوي او ۴۲ سلنه کورنۍ طبیعي ګیس ته لاسرسی نه لري.

د بهرنیو وګړو او افغان کډوالو شمېر

د سرشمېرنې راپور وايي چې په پاکستان کې څه باندې ۲۱ لکه بهرنیان اوسي چې تر ټولو لوی شمېر یې د افغانانو دی.

د راپور له مخې، په پاکستان کې څه باندې ۱۹ لکه افغانان پراته دي چې ورڅخه یې څه باندې ۹۰۰،۰۰۰ په خیبر پښتونخوا، شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ په بلوچستان، ۳۰۰،۰۰۰ په پنجاب، شاوخوا ۱۴۶،۰۰۰ په سیند او ۵۲،۰۰۰ په اسلام اباد کې اوسي.

د شماریاتو اداره البته وايي چې د افغان کډوالو شمېر دقیق نه دی ځکه چې یوازې د هغو افغانانو معلومات یې غونډ کړي دي چې په خپله خوښه یې په سرشمېرنه کې ګډون کړی وو.

راپور وايي چې په پاکستان کې له افغانانو پرته د بهرنیو هېوادونو د وګړو ټول شمېر څه باندې ۱۷۲،۰۰۰ دی چې ورڅخه یې شاوخوا ۲۶،۰۰۰ بنګالیان او ۳،۴۵۸ چینایان دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي په پاکستان کې ۳۱ لکه افغان کډوال مېشت دي چې ورڅخه یې شاوخوا ۱۴ لکه افغانان د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لري او ۱۳ لکه نور افغانان ثبت نه دي.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په وروستیو کې د دوحې غونډې ته ویلي ول چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ افغانان ورغلي دي.

د پاکستان حکومت وايي چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG