د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا په پاکستان کې د ۴۴ ميليونه ډالرو پانګونې اعلان کړی


کنفرانس ته د امريکا سفیر ډونلډ بلوم وويل چې دا پیسې یې په بهر کې اوسېدونکو پاکستانيانو او امريکايانو پانګونې پروګرام لپاره اعلان کړې دي.
کنفرانس ته د امريکا سفیر ډونلډ بلوم وويل چې دا پیسې یې په بهر کې اوسېدونکو پاکستانيانو او امريکايانو پانګونې پروګرام لپاره اعلان کړې دي.

امريکا په پاکستان کې د ټيکنالوژۍ او سيلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د ۴۴ ميليونه ډالرو پانګونې اعلان کړی دی.

د امريکا پرمختيايي ادارې (يو ایس اې ای ډي) د سېپټمېبر پر ۱۰مه پر فېسبوک ليکلي چې په دې اړه د بهر مېشتو امريکايي او پاکستانیانو د ځينو کمپنيانو د چارواکو ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو.

په اسلام اباد کې د سېپټېمبر پر ۱۰مه په دې اړه جوړ شوي کنفرانس ته د امريکا سفیر ډونلډ بلوم وويل چې دا پیسې یې په بهر کې اوسېدونکو پاکستانيانو او امريکايانو پانګونې پروګرام لپاره اعلان کړې دي. د هغه په وينا په دې سره به په پاکستان کې د سيلاب ځپلو لپاره د ژوند بیا پيلولو، د مصنوعي زیرکتيا (ارټيفيشل اينټيليجنس) او په ځينو نورو برخو کې پانګونه وهڅول شي.

پاکستان دا مهال له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او په هغه هېواد کې ورځ تر بلې ګراني مخ په زیاتېدو ده چې پرضد يې د هېواد په زیاتره ښارونو کې مظاهرې شوې دي.د دې هېواد د شماریاتو ادارې څو ورځې وړاندې په خپل میاشتنې رپورټ کې ويلي ول چې د اګست په میاشت کې د توکو بيې ۲۷ اعشاریه ۳۸ فیصده مظاهرې زیاته شوې وې.

دې وضعيت ته په پام سره د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير د پاکستان له یوشمېر کاروبارانو سره غونډه وکړه او د دې ترڅنګ حکومت په هېواد کې قاچاق پرضد کارویانې پیل کړې.

پوځ په رسمي توګه د دې غونډې جزیات نه دې خپاره کړي البته د پاکستان بېلابېلو رسنيو ته د غونډې ځينې ګډونوالو ويلي چې د پوځ مشر وویل چې له عرب هېوادونو لکه سعودي عرب او متحده عرب امارات له مشرانو سره يې لیدلي او له هغوی څخه يې په پاکستان کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د دوی په خبره، جنرال عاصم منیر وویل چې له سعودي عرب څخه د کرهڼې په برخه کې د ۲۵ اربه امريکايي ډالرو پانګونې غوښتنه وکړه. کاروباریانو ويلي چې که داسې وشي نو ښايي د هېواد اقتصاد تر یو حده پورې ورسره ښه شي.

د دې هېواد لڼدمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ د سېپټېمبر پر څلورمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته ويلي ول چې سعودي عرب او متحده عرب امارات به په پاکستان کې په مختلفو څانګو کې په مجموعي توګه د ۵۰ اربه ډالرو پانګونه کوي.

نوموړي زیاته کړې وه چې دا د دې هېواد د اقتصاد د بحالۍ د کړنلارې برخه ده چې ورته "د اقتصاد بحالۍ کړنلارې" نوم ورکول شوی دی چې هدف يې په پاکستان کې بهرنۍ پانګونې کچه زیاتول دي.

XS
SM
MD
LG