د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جامشورو د سکرو نړېدلي کان کې د مزدورانو لټون روان دی


د پاکستان د سکرو په کانونو کې وخت په وخت مرګونې پېښې کېږي - انځور له ارشیفه
د پاکستان د سکرو په کانونو کې وخت په وخت مرګونې پېښې کېږي - انځور له ارشیفه

د سېند د جامشورو ضلعې د سکرو په یوه پرېوتي کان کې د ایسارو مزدورانو لټون د سېپټېمبر په ۱۴مه نېټه هم دوام لري.

د لاکر په نوم د سکرو کان د سېپټېمبر پر اوومه نړېدلی وو چې پکې درې تنه، چې د خېبر پښتونخوا د کورمې د پاړه چینار اوسېدونکي دي، بند پاتې دي.

د جامشورو انتظامي مشرې شازیې قاضي د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، تر پېښې وروسته د مرستندویه ادارې کارکوونکي نړېدلي کان ته ورسېدل او د کانکیندونکو ایستلو هڅه کوي.

نوموړې وايي، انتظامیه د پېښې پلټنې هم کوي چې معلومه کړي چې کان ولې و نه نړېد.

فضل غفار خان د سکرو په هغه سرکاري کان کې کار کوي. د نوموړي د معلوماتو له مخې په کان کې بند پاتې دوه مزدوران وروڼه او یو یې د تره زوی دی.

یو بل مزدور وسیع خان له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې هغه کان له یوې مودې راهیسې بند وو او په وینا یې، ټېکېدار په غیرقانوني توګه بیا پرانیست.

مشال راډیو په دې لړ کې د سکرو د کان د ټېکېدار نظر ترلاسه نه کړای شو.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند صوبو کې د سکرو په کانونو کې تر دې وړاندې هم دا ډول حادثې شوې دي. په هغو کانونو کې کارکوونکي ډېری مزدوران د خیبر پښتونخوا د شانګلې، سوات، دیر او پاړه چینار اوسېدونکي دي.

د شانګلې اوسېدونکی او د کانکیندونکو د ټولنې مخکښ غړي عابد یار مشال راډیو ته وویل، د سیند په جامشورو او ټټه ضلعو کې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې پکې مزدوران وژل کېږي. نوموړي دا هم وویل چې په دې ډول پېښو کې ځینې مزدوران تل تر تله معذورېږي هم.

د سېند په جامشورو کې د ۲۰۲۲ کال د جون په ۱۶مه د سکرو د یو کان نړېدو تر پېښې پینځه ورځې وروسته له کانه د دوو مزدورانو مړي ایستل شوي ول. هغه مهال چارواکو او مزدورانو مشال راډیو ته ویلي ول چې دواړه کانکیندونکي د کورمې د پاړه چینار دي چې د جون پر ۱۱مه تر کان لاندې شول.

د ۲۰۲۲ز کال نومبر پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په ډولۍ سیمه کې د سکرو په کان کې د ګیس جمع کېدو له کبله په چاودنه کې نهه کان کیندونکي ووژل شول او څلور ټپیان شول.

داراز، د نومبر پر ۲۷مه هم د اورکزیو په شېخانو کې د سکرو په کان کې د اکسیجن کموالي له وجې دوه کارکوونکي مړه شوي ول.

XS
SM
MD
LG