د خوست یو طبي انسټیټیوټ لسګونه نجونې او ځوانان خدمت ته وړاندې کړل
د سېپټمبر په ۲۸مه په خوست کې یو خصوصي روغتیايي انسټیټوټ له درو څانګو عالي نرسېنګ، قابله ګۍ او فارمسۍ څخه لسګونه نجونې او ځوانان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل. فارغانو غوښتنه کوله چې د روغتیا په حکومتي او خصوصي سکټور کې دې ورته د کار کولو مواقعې برابرې شي. سره له دې چې په خوست کې د طبي زده کړو فارغان ډیر دي، خو په روغتونونو او کیلینیکونو کې د تشکیل د کمښت له کبله خلک د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ستونزې لري. په دې اړه نور تفصیل د مشال راډیو په دې ویډیويي راپور کې: