د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د ګېس کمپنۍ امنیت ساتونکي ۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي


په بنو کې په ګزمه بوخت پاکستاني سرتېري - انځور له ارشیفه
په بنو کې په ګزمه بوخت پاکستاني سرتېري - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په بنو کې امنیتي چارواکي وايي د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال يې په میریان سیمه کې وسلوالو د ګېس پايپ لاين کمپنۍ پر امنيت مقرر ۲ سرتېري وژلي دي.

چارواکو د اکتوبر پر ۲۴مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې په دې برید کې د یو لېفټيننت کرنل په شمول درې نور اهلکار زخمیان شوي هم دي.

پر دغو سرتېرو د ګزمې پر مهال برید شوی دی. په زخميانو کې د ګېس کمپنۍ (اېس، اين، جي، پي، اېل) يو اهلکار هم شامل دی.

جبهت الانصار المهدي خراسان ډلې د دې برید ذمه واري منلې ده. دا نسبتاً نوې وسلواله ډله ده چې له حافظ ګل بهادر ډلې سره تعلق لري. د دې ډلې وياند زبیر وزیرستاني مشال راډيو ته په لېږلي بیان کې ادعا کړې چې څلور پوځيان یې وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي، خو پوځ دا ادعا ردوي او وايي دوه سرتېري يې وژل شوي دي.

دا ګېس کمپنۍ پر هغه پروژه کې کار کوي چې له شمالي وزیرستانه د بنو له لارې د پنجاب ميانوالي ته ګېس رسوي. په دې پروژه کې پر کارکوونکو تر دې مخکې هم حملې شوې دي.

پر دې سربیره له تېر يونيم کال راهیسې په قبايلي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده. د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر ۱۶مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې له وسلوالو سره په نښته کې دوه سرتېري او دوه وسلوال ووژل شول. تحریک طالبان پاکستان د دغه بریدونو ذمه واري منلې وه.

تر دې دوه ورځې مخکې، د اکتوبر پر ۱۴مه د پوځ عامه اړیکو دفتر رسنیو ته په يو بیان کې ادعا کړې وه چې په میرلي کې یې د عملیاتو پرمهال شپږ وسلوال وژلي، اته یې ژوبل کړي او څلور یې ژوندي نیولي ول. د بیان ترمخه د دغو عملیاتو پر وخت د وسلوالو په ډزو کې یو پوځي هم وژل شوی وو.

د ناامنۍ تر زیاتېدو وروسته، ځايي ولس د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره هدفي عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG