د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ستنېدو لړۍ تېزه شوې ده


په تورخم کې د کډوالو د ستنېدو لړۍ تېزه شوې او هلته لوی بیروبار جوړ دی.
په تورخم کې د کډوالو د ستنېدو لړۍ تېزه شوې او هلته لوی بیروبار جوړ دی.

په داسې حال کې چې نن د اکتوبر ۳۱مه په پاکستان کې د اوسیدونکو هغو افغان کډوالو لپاره وروستۍ ورځ ده چې د اوسیدو قانوني اسناد ورسره نشته، چارواکي وايي، د تورخم پولې ته نږدې یې د ستنېدونکو کډوالو په موقتي کېمپ کې د نوم لیکنې لپاره تیاري مکمله کړېده.

د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر ارشاد مومند د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د هغوی ټولې تیاریانې بشپړې شوي دي. هغه وايي، له پېښوره افغانستان ته تلونکي کډوال به لومړی په لنډي کوتل کې جوړ دغه پنډغالي ته بېول کېږي، هلته به ترې د ګوتو نښې اخیستل کېږي، نومونه او معلومات به یې لیکل کېږي او بیا به د تورخم له لارې افغانستان ته اړول کېږي.

په ورته وخت کې د پاکستان د شناختي کارتونو ادارې «نادرا» او همدا رنګه د پلټنو فیدرلي ادارې «اېف اې ای» هم ویلي چې په تورخم کې د کډوالو د ستنېدو لړۍ تېزه شوې او هلته لوی بیروبار جوړ دی نو ځکه د لنډي کوتل په یو لوی میدان کې ګرځنده دفترونه پرانیستل شوي چې د کډوالو بایومیټرک کوي او نومونه یې درجوي. دوی وايي، هغه افغان کډوال چې د لنډي کوتل په موقتي کیمپ کې یې معلومات درج شي، په تورخم کې به نه اسارېږي او په اسانه به افغانستان ته اوړي.

د لنډي کوتل په عارضي پنډغالي کې د کډوالو د ادارې «یو اېن اېچ سي ار» او همدا رنګه د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې «پي ډي اېم اې» دفترونه هم پرانیستل شوي دي.

د تورخم انتظامي چارواکي وايي، د اکتوبر له اوومې نېټې نه تر دې مهاله د تورخم په دروازه د افغان کډوالو ۴،۰۰۰ کورنۍ هیواد ته ستنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي. د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ګڼ داسې افغانان هم تللي دي چې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته د تګ په انتظار دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.

نوموړي زياته کړه چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي، چې بيا وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تنده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

XS
SM
MD
LG