د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دولتي پوهنتونونو استادانو اسلام اباد کې مظاهره وکړه


په مظاهره کې د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون په ګډون د ګڼو پوهنتونونو استادانو برخه واخیسته: انځور له ارشیفه
په مظاهره کې د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون په ګډون د ګڼو پوهنتونونو استادانو برخه واخیسته: انځور له ارشیفه

د پاکستان د بيلا بيلو دولتي پوهنتونونو سلګونو استادانو د اکتوبر پر ۳۱مه، په سرښار اسلام اباد کې د لوړو زده کړو کمیسون (هاير ايجوکېشن کميشن) دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.

د احتجاج تابيا د دولتي پوهنتونو د استاذانو اتحاديې کړې وه. دوی د لوړو زده کړو کمېشن نه د دوی لپاره د سروس سټرکچر (د وظيفې او خدماتو جوړښت) او د پروموشن پاليسۍ (د ترفيع کړنلارې) غوښتنه کوله. دوی تور پورې کړ چې ايچ اې سي څو وارې له دوی سره وعدې وکړې خو عمل نه پرې کوي.

احتجاج کونکي وايي چې په کالجونو کې د استاذانو د وخت په پوره کېدو په خپله ترقي کيږي خو په پوهنتونونو کې د بېسک پې سکيل (د معاش د اساسي پیمانې) استاذانو ته دا موقع نه ورکول کيږي بلکې د سینير پوزيشن لپاره هر ځل نوي برتي کيږي.

د احتجاج کونکو استادانو مشر پروفيسر سميع الرحمان د مظاهرې په اړه مشال ريډيو ته وويل: "دا ډيره جدي مسله ده بايد دا حل شي. دا ايچ اې سي هم منلې ده چې دا ستونزه حل کول پکار دي. مونږ دا احتجاج ځکه کوو چې ايچ اې سي مونږ سره کړې وعدې پوره کړي. درې مياشتې وړاندې ايچ اې سي مونږ سره قرارداد کړی وو چې د کميشن غونډه به را غواړې او د دې منظوري به اخلي خو تر اوسه يې ميټنګ نه دی راغوښتی."

دا په داسې حال کې ده چې د استادانو له احتجاجه يوه ورځ وړاندې د اکتوبر په ۳۰مه، د پاکستان د لوړو زده کړو کمېشن مشر ډاکټرمختار احمد د پوهنتونونو د وايس چانسلرانو سره ان لاين غونډه کړې وه چې له هغې پس انټرنېشل اسلامک يونيورسټي اسلام اباد، ګورنمنټ کالج وومن یونیورسټي فیصل اباد، هزاره یونیورسټي مانسهره، شهید بینظیر بوټو وومن یونیورسټی پېښور، راولپنډي وومن یونیورسټي او د عبدالولی خان یونیورسټۍ مردان په شمول ډېرو پوهنتونونو استادان منع کړي ول چې په احتجاج کې دې ګډون نه کوي.

د دولتي پوهنتونو د استاذانو اتحاديې جنرل سېکټري ډاکټر امتياز احمد وايي چې د منع کولو باوجود ډېر استادان په احتجاج کې شريک دي. ده له مشال راډيو سره د خبرو په وخت وويل: "زمونږ د پروموشن زمه وار ايچ اې سي دی. د ايچ اې سي ايکټ پاس کېدو نه پس کميشن زمونږ د برتيانو او ترقۍ زمه وار دی. دوی د برتۍ لپاره پاليسي جوړه کړې ده خو د پروموشن لپاره يې نه ده جوړه کړې. مونږ به څلور ورځې دلته ناست يو ځکه چې دوی وعدې وکړي او بيا وتښتي."

د پاکستان د لوړو زده کړو د کمېشن يو افسر د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې دوی د استادانو ستونزې هوارول غواړي خو د هر څه خپل طريقه کار وي. ده وويل چې استادان بايد د احتجاج کولو پر ځای د کميشن فيصلو ته انتظار وکړي.

د پوهنتونونو انتظاميې استادانو ته هدایات ورکړي دي چې په پوهنتونونو کې دې خپله حاضري یقیني کړي او که په احتجاج کې يې ګډون وکړو نو د هغوی خلاف به تاديبي کاروايي کيږي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG