د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وکیلانو پوځي عدالتونو کې د ملکیانو د قضیو چلولو خلاف کاربندېز اعلان کړی


په اسلام اباد کې د سترې محکمې ودانۍ ـ انځور له ارشیفه.
په اسلام اباد کې د سترې محکمې ودانۍ ـ انځور له ارشیفه.

په بلوچستان کې د وکيلانو ټولنو په پوځي عدالتونو کې پر ملکي وګړو د مقدمو چلولو د اجازې خلاف د ډېسېمبر پر ۱۸مه له عدالتونو بايکاټ اعلان کړی دی.

د ډېسېمبر پر ۱۵مه، په کوټه کې د بلوچستان های کورټ د وکيلانو اتحاديي مشر افضل حريفال په مشرۍ غونډه کې د سپريم کورټ لخوا پوځي عدالتونو کې په ملکې وګړو د مقدمو چلولو اجازت پرېکړه وغندل شوه.

له غونډې وروسته د پاکستان وکيلانو ټولنې د بلوچستان مشر منير کاکړ ايډوکېټ مشال راډيو ته وويل چې په پوځي عدالتونو کې پر ملکي وګړو مقدمې چلول د قانون سره سم عمل نه دی. "اوس د عدليي په موجودګۍ کې يو بل متوازي عدالت جوړېږي او په ملکي وګړو به مقدمې چلوي او هغه ته يې د پوځي عدالتونو نوم ورکړی دی. نو د دې په ايين کې ګنجايش نشته."

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان د سپريم کورټ یوې جرګګۍ د ډېسېمبر پر ۱۳مه په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو لغوه کولو په اړه خپله پخوانۍ پرېکړه وځنډوله. عدالت خپل امر کې په پوځي عدالتونو کې پر ملکیانو د مقدمو د دوام اجازه ورکړه.

په عین حال کې د پاکستان لپاره د بشري حقونو سازمان (اېچ ار سي پي) د سپریم کورټ دغه پرېکړه نهیلي بخښونکې بللې ده.

سازمان د ډېسېمبر پر ۱۵مه پر ایکس په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سترې محکمې د دې امر سره به ځینې خلک له عدالته بې برخې شي.

سازمان ویلي دي چې د عدالت هغه پرېکړه بشري حقونو ته په کتو خفه کونکې ده او د دې سره به د عادي وګړو پوځي عدالتونو ته بوتللو لار هواره شي او دا کار وګړو ته د سوچه انصاف ورکولو د حق سره په ټکر کې دی.

تر دې وړاندې سپریم کورټ په پوځي عدالتونو کې د عامو وګړو خلاف مقدمې ناقانونه بللې وې.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۲۳مه د سترې محکمې پینځه کسیزه جرګګۍ د درخواستونو تر اورېدنې وروسته ویلي ول چې په پوځي عدالتونو کې پر عادي وګړو مقدمې چلول غیر اییني کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ز کال په مې کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یو شمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

پوځ د مې د نهمې او ۱۰مې تر پېښو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي.

پوځ وروسته ویلي ول چې پر هغو۱۰۲ هغو کسانو په پوځي عدالتونو کې مقدمې روانې دي چې پوځي ځايونو ته یې زیان رسولی خو تر اوسه څوک سزا شوي نه دي.

په پوځي عدالتونو کې ګڼې مقدمې د تحریک انصاف د غړو پرضد دایرې شوې دي. هغه ګوند وايي چې غړو او پلویانو یې پر پوځي او دولتي ودانیو بریدونه نه دي کړي.

د سپريم کورټ جرګګۍ د اکتوبر پر ۲۳مه ویلي ول د هغو پېښو پرضد دې چې پر ولسي وګړو په ملکي عدالتونو کې مقدمې وچلېږي.

حکومت د دې پرضد سپریم کورټ ته درخواست کړی وو او ورڅخه یې د خپلې پرېکړې د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG