د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف سیاستوالان وایي پولیس یې انتخاباتي کیمپېن ته نه پرېږدي


د تحریک انصاف سیاستوالان په سږنیو انتخاباتو کې د خپلواکه نوماندانو په توګه برخه اخلي ـ پخوانی انځور.
د تحریک انصاف سیاستوالان په سږنیو انتخاباتو کې د خپلواکه نوماندانو په توګه برخه اخلي ـ پخوانی انځور.

له بر جنوبي وزيرستانه د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته خپلواک نوماند وایي چې پولیس یې پلویان ځوروي او انتخاباتي کیمپېن ته یې نه پریږدي.

اصف خان، چې اصلاً د پاکستان تحريک انصاف غړی دی خو د هغه ګوند د انتخابي نخښې نه ترلاسه کېدو له وجې ازاد امېداور شوی دی، د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د پوليسو د چاپو له وېرې پټ ګرځي.

په بر جنوبي وزيرستان کې د تحريک انصاف نور غړي هم وايي چې نه يوازې په هغه ضلع بلکې په ټانک او ډېره اسماعيل خان کې یې هم د ګوند ملګري کیمپېن نه شي کولای.

په دې اړه د ټانک د پوليسو مشر افتخار علي شاه مشال راډيو ته يوازې دومره وويل چې پولیس د "انتخاباتي کمېشن پر احکاماتو" عمل کوي او له نورو جزییاتو ورکولو یې ډډه وکړه.

بلخوا په جنوبي وزيرستان کې د انتخاباتي کمېشن مشر محمد بلال وايي، په هره يوه ضلع کې د انتخاباتي چارو د څارنې لپاره افسر مقرر شوی او د ګوندونو غړي کولای شي خپل شکايتونه د هغه په دفتر کې جمع کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سپريم کورټ د جنورۍ پر ۱۳مه په يوه پرېکړه کې پاکستان تحريک انصاف ته د انتخاباتو لپاره د کرکټ بيټ یا بلې د نخښې نه ورکولواقدام پرځای وباله. تر هغې وروسته کمېشن د تحريک انصاف کانديدانو ته بېلابېلې نخښې ورکړې او هغوی په ازاد حيثيت کې انتخابات کوي.

په پاکستان کې د لیک لوست کچ ټیټ دی چې له وجې یې انتخاباتي کمېشن ګوندونو او نوماندانو ته ځانګړې نخښې ورکوي چې دا بیا له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د نوماند نوم نه شي لوستای خو نخښې پېژني او د خپلې خوښې ګوند یا امېدوار ته ووټ ورکوي.

د انتخاباتي کمېشن د اعلان له مخې ټاکل شوې چې په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو انتخابات د فبرورۍ پر اتمه وشي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG