د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په سېوۍ کې چاودنې ۳ تنه وژلي‌ او ۵ یې ټپي کړي دي‌


په بلوچستان کې د امنيتي ځواکونو يو هيلي کاپټر په هوا کې د څارنې ګزمه کوي - انځور له ارشيفه
په بلوچستان کې د امنيتي ځواکونو يو هيلي کاپټر په هوا کې د څارنې ګزمه کوي - انځور له ارشيفه

د بلوچستان د سېوۍ ښار پر جناح سړک بمي چاودنه شوې چې له کبله یې لږترلږه درې تنه وژل شوي‌ پنځه نور ټپي شوي دي.

د سېوۍ د پولیسو مرستیال مشر عمایت بنګلزي‌ مشال راډیو ته وویل چې دا چاونه د جنورۍ پر ۳۰مه مازیګر مهال له هغه وروسته شوې چې د تحریک انصاف ګوند انتخابي‌ جلوس د پېښې له ځایه تېر شوی وو.

ځايي‌ خلکو مشال راډیو ته ویلي چې چاودنه دومره زوروره وه چې د دوکانونو او اړوند کورونو ښیښې یې ماتې کړې دي.

پولیس او د بمونو ناکاره کوونکې ادارې چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې. تر وړاندې د داسې پېښو ذمه واري زیاتره وخت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې مني.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې له اوږدې مودې د بلوڅ وسله والو ‌ډلو او پاکستانیو عسکرو ترمنځ د تاوتریخوالې پېښې روانې دي.

په دې وروستیو کې دې پېښو ځکه زور اخیستی چې د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات ترسره کېږي او بلوڅ ازادي غوښتونکي‌ د دې خلاف دي.

دا له هغه وروسته ده چې په کوټه کې یو لوړپوړي چارواکي د جنورۍ پر ۳۰مه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو وویل چې " د جنورۍ ۲۹مې په شپه د مچ ښار پر بېلا بېلو سیمو له نږدې غرونو لږ تر لږه ۱۵ توغندي لګېدلي دي."

نوموړي زیاته کړه چي د توغندیو تر لکېدو وروسته د امنیتي سرتیرو له لوري د وسله والو په ضد ځوابي عملیات پیل شول چې بیا د جنورۍ ۳۰مې تر سهار وختي روان وو.

د اطلاعاتو نګران صوبايي وزیر جان اڅکزي د جنورۍ په ۳۰ مه په اېکس پاڼه په خپل بيان کې ويلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په مچ سیمه کې د ترهګرو برید ناکامه کړی دی.

نوموړي په خپل بیان کې زیاته کړې چې په وژل شویو کې د دوو پېژندګلوي د پردان بلوڅ او دودا بلوڅ په نامه شوې ده.

خو بل پلو بلوڅ بېلتونپالې وسله وال ډلې، بلوڅ لیبرېشن ارمي د جنورۍ پر ۲۹مه او دېرشمه په خپلو دوو خبرپاڼو کې د ياد بريد زمه واري منلې او دعوه يې کړې چې ۵۵ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG