د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان تربت کې د انتخاباتي کمېشن پر دفتر برید کې ۱ پولیس وژل شوی دی


د تربت ښارپه یوه څلورلاره کې د دوو ګوندونو بیرغونه رپېږي - پخوانی انځور.
د تربت ښارپه یوه څلورلاره کې د دوو ګوندونو بیرغونه رپېږي - پخوانی انځور.

د بلوچستان په کېچ ضلع کې د انتخاباتي کمېشن پر یو دفتر په برید او په ډېره بګټي کې په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او درې تنه ژوبل دي.

د پولیسو یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان له مرکز کوټې شاوخوا ۸۰۰ کېلومیټره لیرې جنوب لویدیځ لوري ته د پرتې کېچ ضلعې په مرکز تربت کې د انتخاباتي کمېشن پر ځایي دفتر د لاسي بم برید وکړ.

د ده په خبره، په حمله کې یو پولیس سرتېری ووژل شو او د کمېشن یو کارکوونکی ژوبل شو چې د ښار روغتون ته لېږدول شوی دی.

چارواکی زیاتوي چې د ژوبل کس روغتیايي وضعیت ښه دی او د پولیسو لوړپوړي چارواکي د پېښې ځای ته تللي او پلټنې یې پیل کړې دي.

په همدې حال کې انتخاباتي کمېشن په بیان کې ویلي دي چې تر پېښې وروسته یې هلته د فبرورۍ اتمې نېټې د عامو انتخاباتو لپاره خپلو تیاریو او نورو چارو ته دوام ورکړی دی.

د بلوچستان لنډمهالي اعلاوزیر علي مردان ډومکي په تربت کې بمي حمله غندلې ده.

نوموړي په بیان کې ویلي دي چې حکومت به یې هېچا ته د انتخاباتو په لاره کې د خنډونو درولو او د بهیر د ګواښلو اجازه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۲۴مه ډومکي تربت ته تللی وو او هلته یې د کېچ ضلعې د امنیت جاج اخیستی وو. پر هم هغه ورځ په هغه ضلع کې د موبایل ټېلېفوني شبکې پینځه تخنیکي کارکوونکي ورک شول چې د پنجاب اوسېدونکي ول او د دې رپورټ تر بشپړېدو پورې یې هېڅ درک نه وو لګېدلی.

په همدې حال کې د جنورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان په ډېره بګټي سیمه کې په یوه چاودنه کې دوه تنه ژوبل شوي دي خو پولیسو د پېښې څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

البته چارواکي وايي چې ژوبل کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

د تربت د برید او د ډېره بګټي د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG