د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوهنتونونو استادان: ګوندونه دې د اعلا تعلیم څانګې ستونزې په انتخاباتي منشورونو کې شاملې کړي


د پېښور پوهنتون ودانۍ ـ انځور له ارشیفه
د پېښور پوهنتون ودانۍ ـ انځور له ارشیفه

په خيبر پښتونخوا کې د پوهنتونونو استادانو له ګوندونو غوښتنه کړې ده چې په انتخاباتي منشور کې لوړو زده کړو ته زيات پام وکړي ځکه چې د صوبې تعليمي ادارې له سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي.

په اسلامیه کالج پوهنتون کې د استادانو سازمان د فبرورۍ لومړۍ نېټې په غونډه کې د ځينو ګوندونو استازو هم ګډون وکړ.

دوی دا غوښتنه پر داسې مهال کړې ده چې د پاکستان زیاتره ګوندونو د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو لپاره خپل منشورونه اعلان کړي دي.

د استادانو سازمان مشر ډاکټر فضل واحد مشال راډيو ته وويل چې د لوړو زده کړو کمېشن په ۲۰۱۰ز کال کې د ۱۸م اييني ترميم له منظورېدو راهیسې د صوبې د پوهنتونونو بودیجه ۴۰ سلنه کمه کړې ده چې له وجې یې د لوړو زده کړو ادارې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي.

ده وويل چې ګوندونه باید په انتخاباتي منشورونو کې د نورو مسلو ترڅنګ دا موضوع په لومړيتوبونو کې وساتي او د هواري لپاره یې د اقداماتو ژمنه وکړي.

په غونډه کې د پيپلز پارټۍ، جماعت اسلامي، عوامي نیشنل پارټۍ، جمعيت علمای اسلام (ف) او تحريک انصاف غړو په خپلو ويناګانو کې ژمنه وکړه چې که واکمن شول نو په دې لړ کې به ځانګړي ګامونه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG