د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي د کونړ او نورستان ترمينځ يې لویه لاره پرانيستلې ده


په وروستيو کې د افغانستان په يوشمېر ولايتونو کې درنې واورې وشوې - د فبرورۍ درېيمې انځور
په وروستيو کې د افغانستان په يوشمېر ولايتونو کې درنې واورې وشوې - د فبرورۍ درېيمې انځور

په افغانستان په نورستان ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه‌ ییز چارواکو د کونړ او نورستان ترمينځ د لویې لارې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

هغه لاره د فبرورۍ پر ۱۹مه د درنو واورو ورېدو په نتیجه کې بنده شوې وه، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکوي چې د ټولګټو وزارت د مامورینو د هڅو په پایله کې لاره د فبرورۍ پر ۲۰مه خلاصه شوه.

په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان د نورستان، کونړ، بدخشان، پنجشېر، بلخ، بغلان، لغمان، پکتیا، خوست، ارزګان او پلازمېنې کابل په ګډون د هغه هېواد په یو شمېر ولایتونو کې درنې واورې وشوې چې انساني او مالي زیانونه یې واړول.

د طالبانو په حکومت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د فبرورۍ پر ۱۹مه وویل چې د فبرورۍ پر ۱۸مه شپې مهال د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په نقره کلې کې د واورې ورېدو پر مهال د غره کمر پرېوتو په پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG