له کراچۍ سره نېزدې په عرب سمندرګي کې د ډوبې شوې کښتۍ د ټولو ۱۴ لادرکه کب نیوونکو مړي موندل شوي دي.
د سیند صوبايي چارواکو مشال راډيو ته ویلي د ډوبې شوې کښتۍ پاتې څلور مړي د مارچ پر ۱۲ مه ماښام مهال وموندل شول چې له دې سره د ټولو ورکو ماهيګیرو جسدونه له اوبو ایستل شوي دي.
تر دې وړاندې د ۱۰ کب نیوونکو مړي موندل شوي ول او د پاتې څلورو هغو لټون روان وو.
چارواکي وايي دا ټول کسان کب نیوونکي ول چې کښتۍ یې د مارچ څلورمې او پینځمې ترمینځ شپې مهال په عرب سمندرګي کې د کراچۍ او ټټې ترمينځ په اوبو کې ډوبه شوې وه.
هغه مهال د پاکستان سمندرې ځواک ۳۱ کسان په ژوبل حالت کې ژغورلي ول خو له ټولو ۴۵ کب نیوونکو څخه يې ۱۴ ورک ول.
په کراچۍ کې د کب نیوونکو د ټولنې ویاند کمال شاه د مارچ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې "الاسد" کښتۍ په ژورو اوبو کې د کبانو ښکار پسې تللې وه چې ډوبه شوه. خو تر اوسه د کښتۍ د ډوبېدو لامل معلوم نه دی.
د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د مالي مرستې اعلان کړی دی.
په عرب سمندرګي کې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې پکې کب نیوونکو ته مرګژوبله اوړي.