د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۸ وسله والو د وژلو دعوه کړې ده


پاکستاني پوځيان په شمالي وزیرستان کې - انځور له ارشیفه
پاکستاني پوځيان په شمالي وزیرستان کې - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ ادعا کړي چې په شمالي وزیرستان کې یې د عملياتو په مهال ۸ وسله وال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې د مارچ پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په وژل شویو کې د جانان په نامه د وسله والو یو قوماندان شامل دی. پوځ زیاتوي چې دا وسله والو د پټو معلوماتو په بنیاد په شويوعملیاتو کې وژل شوي دي.

پوځ دا نه دي ويلي چې وژل شوې وسله وال د کومې ډلې غړي دي او نه هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه ويلي دي. خو په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې وژل شوي د میرلي‌ په خدي کې د پوځ پر مرکز برید کې ښکېل وو.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې د مارچ پر ۱۶مه، رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي وو چې همغه ورځ سهار وختي شپږو وسله والو د دوی پر مرکز برید وکړ. وسله والو لومړی له بارودو ډک ګاډي ته په امنيتي پوستې کې چاودنه ورکړه او وروسته يې يوشمېر ځانمرګي بريدونه وکړل. د پوځ په خبره، په دغو بریدونو کې ۷ سرتيري ووژل شول چې پکې لېفټينېنټ کرنل سيد کاشف علي او کېپټن محمد احمد بدر شامل وو.

د پاکستان پوځ دا نه وو ويلي چې هغه بريد چا کړی وو خو حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.

په شمالي وزیرستان کې هغه پوځي مرکز د ميرلي په خدي مارکیټ کې د لنډ وخت لپاره جوړ کړل شوی وو. په سیمه کې ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي، پر پوځي مرکز د برید پر مهال د نېږدې کورونو شيشې ماتې شوي او خلکو ته مالي تاوانونه ورسېدل. د میرلي یو اوسېدونکي محمد اسرار خان مشال راډیو ته وویل چې تر بريد سمدستي وروسته هلته په سيمه کې ګرځبنديز ولګول شو.

د ضلعي انتظامیې چارواکو هم مشال راډیو ته تایید کړې ده چې د پوځي مرکز شاوخوا سيمو یې ګرځبندیز لګولی دی. چارواکو زياته کړې چې په هغه برید کې ولسي خلکو ته ځاني زيان نه دی اوښتی ځکه چې برید سهار وختي شوی وو او هغه مهال لا خلک بازار ته نه ول وتلي.

XS
SM
MD
LG